اسلام آباد 24 ستمبر( اے پی پی) د كورنيو چارو ٬ پرمختګ او منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال په 5 ورځنۍ دوره چين ته روان شوے۔ دے به دغلته د انټرپول وزارتی کانفرنس كښې ګډون كولو سره سره د چين داخله وزير سره په امنيتي چارو خبرې هم كوي۔ د داخله وزارت لخوا جاري كرې شوي پرېس ريليز ترمخه د دورې په مهال به احسن اقبال د اېن ډي آر سي اعلی عهدېدارو سره ملاقات كښې د پاك چين اقتصادي راهدارۍ منصوبو هم جاج اخلي۔ احسن اقبال روانېدو څخه وړاندې ووئيل د چين او پاكستان ملګرتيا مثالي او د فولادي وروڼو په ډول ده۔ په پاك چين اقتصادي راهدارۍ منصوبو عملدرآمد تندۍ سره روان دے او دا به خپله ټاكلې موده كښې د لوئے څښتن په فضل پايې ته رسولې شي۔