اسلام آباد ۔ 25 مئی (اے پی پی) الېکشن کمېشن پاکستان كښې د ټول ټاكنو 2018 تیارؤ په اړه د جاج اخستو غونډه وشوه۔ د غونډې مشري چيف الېكشن كمشنر جسټس سردار محمد رضا وكړه۔ غونډه كښې د الېكشن كمېشن غړو ٬ د الېكشن كېمشن سېكتر او د الېكشن كمېشن نورو چارواكو ګډون وكړو۔ ايډيشنل سېكتر الېكشن كمېشن ته د ټولو ټاكنو تيارؤ په اړه بريفېنګ وركړو۔ الېكشن كمېشن ته وو??يلې شول په ټاكنو كښې د كارېدونكو زياتره مواد ترسيل بشپړ شوې۔ كمېشن ته وو??يلې شوو د ډسټركټ ریټرننګ چارواكو تربيه بشپړ كړې شوې۔ او د ريټرنګ افسرانو چارواكو تربيه به ?? جون په اولنۍ ترسره شي۔ د پریذائیډنګ افسرانو او سینئیر ا??سټنټ پریذائیډنګ افسرانو تربيې عمل به په 25 جون ترسره شي۔ چیف الیکشن کمشنر جسټس سردار محمد رضا په دې خبره زور راوړو چې د تربيې معيار دې اعلی وساتلې شي او په دې لړ كښې دې ټول صلاحيتونه وكارولې شي۔ كمېشن تر دې دمه په شوو تياريؤی د اطمينان څرګندونه وكړه۔