پېنډې 21 اپرېل (اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزير خواجه سعد رفيق وئيلي دي چې كه په هېواد كښې د يو بل د راغورځولو عمل جاري وي نو مونږ به پرمختګ ونه كړې شي٬ په رېلوے كښې مو د كرپشن نه پاك كلتور جوړ كړو٬ راتلونكې حكومت چې د هر چا وي خو بايد رېلوے ته خ??ص پاملرنه وكړې شي ځكه چې نړۍ د رېلوے په څانګه كښې مخكښې تللې۔ په خ??اره كښې اضافه درې نيم اربه روپې او په امدن كښې اضافه پنځوس اربه روپ?? ده۔ په نتخا او پنشن د وفاقي حكومت كنټرول دے۔ د خالي په ورځ د پېنډې په رېلوے سټېشن د خېبر مېل د نويو كوچونو پرانستې نه پس خبريالانو سره په خ??رو كښ?? ده ووئيل چې د څلور كلونو په مهال مو ګڼ شمېر ټرېنونه اپ ګرېډ كړي دي او كه دا لرې روانه وساتل شوه نو راتلونكې كال به په رېلوے كښې بهتري راشي۔ ده ووئيل چې د يو تاريخي ټرېن خېبر ميل پرانسته وكړې شوه كوم چې څلور شپېته كوچ?? لري٬ په دې كښې به پنځه زره م??اف??و ته اساننيې وركړې شي۔ په ټرېن كښې هر ډول ضروري اسانيې وركړې شوې دي۔ ده ووئيل چې د رېلوے په امدن كښې خو اضافه شوې خو د ملازمينو تنخاګانې او پنشن د وفاقي حكومت ذمه واري ده۔ ده ووئيل چې په رېلوے كښې يو لكه 18 زره پنشن اخستونكي او 73 زره ملازمين دي د كومو چې هر كال تنخاګانې او پنشن زياتېږي۔ ده ووئيل چې د ملازمينو په تنخاګانو او پنشن 65 او 68 اربه روپې خرڅ كېږي۔ ده ووئيل چې د اوسني حكومت په دور كښې په رېلوے كښې ډېره بهتري راغلې۔