اسلام آباد 22 ا??رېل (اے پي پي) پاكستان د افغانستان په كابل ښار او بغلان كښې د ترهګرې د بريدونو سخته غندنه كړې ??و وئيلي ئې دي د غم په دې وخت كښې افغان دولت او اولس سره د يووالي څرګندونه كوو٬ پاكستان د هر ډول ترهګرې غندنه كوي۔ د اتوار په ور?? د ??ارجه دفتر لخوا په جاري شوي بيان كښې وياند ووئيل چې پاكستان د غم په دې وخت كښې افغان دولت او اولس سره د يووالي څرګندونه كوي۔ په بيان كښې په بريدونو كښې په ځاني زيان د غم او افسوس څرګندونه شوې او د ژوبل شويو زر روغتيا لپاره دعا شوې۔ وياند ووئيل چې د پېښو ځپليو سره د همدردۍ او غمرازې څرګندونه كوو۔