اسلام ??با?? 19 اپریل (اے پی پی) د كورنيو چارو وزیر احسن اقبال وئيلي دي د مسلم لیګ (ن) حکومت تل سترو لارو جوړولو ته اهميت وركړې، هېواد كښې به د نوې سترو لارو جوړولو سره نوې موقعې راپيدا شي، اولس كښې د ټرافك قوانین پھ اړه ش??ور بيدارولو ته اړتيا ده، موټروے پولیس ښه کارکردګی او معیار په ځائې ساتلې ۔ د زيارت پھ ورځ ځائې هوټل كښې د نېشنل هائی ویز اینډ موټروے پولیس د سيورې لاندې ’’ری ټریټ‘‘اختتامی سېشن ته خطاب كښې د كورنيو چارو وزير د هائی ویز اینډ موټروے پولیس له پھ ښه معیار او کارکردګۍ مبارکي وركولو سره ووئيل ادارې د خپل وخت څخه تر ننه ښه کارکردګی او معیار په ځائې ساتلې او ښه خذمات ترسره كوي۔ ده ووئيل هغه ادارې د ښه کارکردګۍ څرګندونه كوي كومې چې څه مشن لري ۔ د كورنيو چارو وزیر ووئيل پرمختګ او رابطه کاري خ??لو كښې ژ??ر تعلق لري ، پرمختللي هېوادونه په بهرنۍ او كورنۍ توګه منسلك دي۔ ده ووئيل د مسلم لیګ (ن) په اړه وئيلي كېږي چې هغه يواځې سړكونه جوړوي ، مونږ پھ دې اړه څرګند وژن لرو، مونږ دا ګڼو چې رابطه کارۍ سره پرمختګ او اسانۍ راځي، ده ووئېل ګوادر نه تر کوئټې 70 كاله كښې سړك نه دې جوړ شوې ، په درېو كلونو كښې مونږ سړك جوړ كړو او هغې لپاره د اېف ډبلیو او 45 ځوانانو د خپلو ځانونو قرباني وركړې ځكه چې بلوچستان كښې دښمن پرمختګ نه غواړي ، ده ووئېل دې سترې لارې جوړولو سره نن هغه مزل په 8 ساعته كښې كېږي وړاندې به په دوو ورځو كښې كيدو۔ احسن اقبال ووئيل سترو لارو سره تړون لرونكو سيمو كښې نن پرمختګ كېږي او كومې سيمې چې ويرانې وي هلته نن ??با??ېږي ۔ د كورنيو چارو وزير ووئيل د سړكونو جوړولو سره سره د هغې حفاظت ته هم اړتيا ده ځكه چې د كال دومره كسان په په ترهه ګرۍ كښې نه مري څومره چې په سترو لارو ټرافكي پېښو كښې مري۔ ده ووئيل د صوبو د ټرافك پولیس ښه كولو ته هم اړتيا ده۔ د كورنيو چارو وزير ووئيل مونږ له به د يو منظم قام په حيث خپل تشخص رامخې ته كول وي، اولس كښې د ټرافك قوانین او قواعدو په اړه ش??ور بيدارولو ته اړتيا ده۔ ده ووئيل د اسلام ??با?? ټریفك پولیس موټر سائیکل لپاره هیلمټ ضروري ګرځولې، بايد صوبې هم پھ دې اړه اقدامات وكړي، زمونږ پھ ګاونډي هېواد كښې په دې اړه 100 فیصده عملدرآمد کېږي۔ ده د موټروے پولیس افسرانو او ځوانانو ته تاکید وكړو چې خپل پیشه ور كار د مشن په توګه ترسره كړي ځكه چې دا يواځې وظيفه نه ده بلکه يو مشن دے۔ ۔ دې نه پس د كورنيو چارو وزير ښه کارکردګی څرګندونه كونكو افسرانو او ځوانانو له سندونه او انعامونه وركړل دغسې د كورنيو چارو وزير او نورو ميلمنو ته د