اسلا?? آباد 13 اپرېل (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو دوهمې وزيري مريم اورنګزېب وئېلي دي د اهلیت او نااهلیت پرېكړه به د پاكستان اولس كوي٬ د نننۍ پرېكړې نه پس د محم?? نواز شریف د سياست بل دور پېل شوې٬ وړومبې د وزيراعظۍ څخه نااهلي بيا د ګوند صدارت نه لري كول او د سېنېټ ټاكنو نه د منع كولو نه پس اوس تاحيات د نااهلۍ پرېكړه د اولس پرېكړې نشي بدلولې٬ ټاكلې شوې وزيراعظم وړومبې نااهل كولې شي او ور??ستو ئي ټرائل كېږي ٬ نن د سپريم كورټ د پرېكړې ټرائل په احتساب عدالت كښې روان دے٬ هم دې ډول پرېكړو څخه شهيد بهټو په سولۍ كړې شوې او بېظير بهټو شهيده كړې شوې وه ٬ نن يو ځل بيا د پاكستان په درېم ځل ټاكلې وزيراعظم تاحيات نااهله كړې شوې ٬ دا هم ھغه مسخره ده كومه چې د پاكستان 17 ټاكلې شوو وزيراعظمانو سره په بېلو دورونو كښې په بېلو طريقو كېدله ٬ دا ھغه پرېكړه ده كومه چې علي بابا او څلوېښتو غلو د نامكمله دستاويزاتو د لارې په جے آئي ټي ر??پور كښې كړې ٬ ھغه كس چا چې د هېواد آئين ردي كړې ٶ ھغه نن هم د هېواد نه بهر دے ٬ په آئين ماتولو يو ډول از خو?? نوټس نه دې اخستې شوې٬ چې څه ترلاسه نشي نو د نظريه ضرورت سهارا اخستلې شي خو دا مهال نظريه ضرورت به يوازې د پاكستان اولس كاروي او ھغه دے د ووټ له عزت ور??ړئ٬ پاکستان مسلم لیګ (ن) او په خاص توګه محم?? نوازشریف تل د عدليې عزت او د وقار ٬ پاكستان كښې د آئين او قانون د سرلوړۍ خبره كړې ٬ پرېكړه او په پرېكړې غبرګون د پاكستاني اولس او نوازشریف حق دے٬ د پاکستان آئینی ادارې مونږ ټولو لپاره د عزت وړ دي ٬ مونږ ټولو له د پاكستان د آئيني ادارو عزت كول پكار دي۔دې د جمعې پھ ورځ د سپريم كورټ نه بهر خبريالانو سره خبرې كولې۔مريم اورنګزېب ووئيل ?? نواز شريف په حقله يوه بله پريكړه اولس اوري داسې پريكړه په 1999 كښې طياره كيس كښې هم رامخې ته شوې وه