اسلام آباد 12 اپرېل (اے پي پي) د منصوبه بندې٬ پرمختګ او اصلاحاتو وزارت د سركاري څانګې پرمختيائي پروګرام له مخې د انفارمېشن ټېكنالوجې او ټېلي كام ډويژن پرمختيائي چارو لپاره يو ارب 55 كروړه 75 لك?? روپې فنډ جاري كړے۔ حكومت د روان مالي كال په مهال د دې ډويژن پرمختيائي چارو لپاره 2 اربه 29 كروړه 54 ??كه 47 زره روپې فنډ بېل كړے۔ د پلاننګ كميسون لخوا جاري شويو شمېرو له مخې حكومت د سي پېك پروژې له مخې په ګلګت بلتستان او قراقرم هائي وے د تهري جي او فور جي سروسز اپ ګرېډېشن لپاره 10 كروړه 50 لك?? روپې٬ په اسلام آباد كښې د ټېكنالوجي ??ارك ډويلپمنټ پروژې لپاره 11 كروړه 25 لك?? روپې او د چين پاكستان ترمېنځه آپټيكل فائبر كېبل لپاره د 12 كروړه روپو پشمول بېلا بېلو پروژو لپاره فنډ جاري كړے۔