اسلام آباد ۔ 22 مارچ (اے پی پی) د خارجه دفتر وياند ډاكټر محمد فېصل وئيلي دي پاکستان د ډو مور امریکائي غوښتنه يو وارې بيا رد كړې۔ ټولې سيمې مو ترهګرو څخه پاكې كړي۔ د افغان خاورې څخه د ترهګرو پټ ځايونو ختمولو له افغان حكومت ریزولیوټ سپورټ مشن بايد ډو مور وكړي۔ هند سندھ طاس لوظنامه غېر فعاله كړې شوې۔ مونږ د سندھ طاس لوظنامې معامله نړيوال بانك سره پورته كړې۔ هند سره ټولې حل طلب مسئلې د خبرو د لارې حل كولو ته چمتو يو۔ پاكستان كښې د هندي سفارتي عملې تنګونې تور بې بنسټه دے۔ نوې دھلي كښی د پاكستاني سفارتي عملې او د هغوي د كورنيود تحفظ ذمه واري د هندي حكومت ده۔ روسيه سره د اړيكو لا پراخه او مستحكمولو له جدي هڅې روانې دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ??رځ اوونيز پرېس بريفنګ په ??هال د خبريالانو پوښتنو ځواب كښې وكړه۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل پاکستانی ځواكونه د استخباراتي معلوماتو په بنياد د ترهګ??ۍ په ضد كامياب عمليات كوي او د دې په ??تيجه كښې پاكستان ټولې پولې والې سيمې ترهګرو څخه پاكې كړې دي۔ پاكستان كښې اوس د ترهګرو كوم منظمه موجودګي نشته۔ وياند ووئيل دا خبره خوشبينه ده چې امريكې د پاكستان په ښودلو د ټي ټي پي په ضد كاروائي وكړه ولې د افغانستان زمكه د ترهګرو پټ ځايونو بېخي ختمولو له به افغان حکومت او ریزیلیوټ سپورټ مشن له ډو مور كول وي۔ د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د امريكې دورې په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل وزیر اعظم په شخصي دوره امريكې ته تللې وو چرته چې هغه د امريكې دوهم اولس مشر او نورو امريكائي چارواكو سره ملاقاتونه كړې۔ ده ووئېل د دغې ملاقاتونو په ??هال د افغانستان صورتحال او دوه اړخيزه اړيكو سره په اړوندو چارو خبرې شوې۔ د افغان اولس مشر اشرف غني لخوا وزيراعظم شاهد خاقان عباسي ته د كابل دورې كولو بلنه مثبت پېشرفت ګرځولو سره وياند ووئيل د وزيراعظم د كابل په دوره غور كولې شي۔ د افغان سپريم كورټ لخوا د 24 پاكستانو بنديوانو د راخوشې كېدو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د پاکستان او افغانستان ترمينځھ د بنديوانو يو بل سره د بدلولو هېڅ لوظنامه نشته۔ افغانستان څخه مو څو وارې د بنديوالو لسټ غوښتلې ولې هغه ئې راكړې نه دې۔ وياند د پاكستان لخوا د هندي سفارتي عملې تنګونې په اړه هندي تور رد كړې او وئيلي ئې دي هند دې په دې لړ كښې پاكستان ته كوم ثبوتونه وركړي۔ وياند ووئيل پاكستاني هائي كمشنر سهېل محمود د زيارت په ??رځ وزيراعظم سره ملاقات كړے۔ د ملاقات په ??هال هند كښې د سفارتي عملې تنګونې پېښې په شمول په ??ورو چارو هم بحث شوې۔ د کشمیر په اړه د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د كشميري اولس په ضد هندي ظلمونه ورځ په ??رځ زياتېږي۔ وياند ووئيل هند مقبوضه كشمير كښې د روان زور ظلم او زياتي څخه د نړۍ پام بل پلو كولو له په ??صد په اېل او سي تاؤ تريخوالي زياتوي۔