لندن13 فروری) اے پي پي(د كورنيو چارو وزير احسن اقبال وئيلي دي چې پاكستان د نړيوال معيشت غړې جوړولو او غوره سرمايه كارۍ لپاره د اليكټرانك ويزې په جاري كولو غور كوو۔د پاكستان په ??ائي كميسون كښې د وفاقي وزير په درنښت كښې جوړې شوې دستورې او پاكستانې كميونټۍ ته د وېنا كولو په ??هال وفاقي وزير ووئيل چې مو??ږ د خپل خارجه دفتر په ??شوره د اي ويزې په اجرا كار كوو چې دغسې د نورو هېوادونو پشان سېل كونكو او سرمايه كارو ته د دا ويزه جاري كړې شي او پاكستان په ??ړۍ كښې سېلګرۍ او سرمايه كارۍ لپاره ښه منزل جوړ شي۔په دې مو??ع په برتانيه كښې د پاكستان دوهم هائي كمشنر زاهد حفيظ چوهدري٬لارډ قربان٬د يو كے د پارلم??ن غړي الياس امين قرېشي او محمد ياسين نه علاوه د پاكستان د هائي كميسون چارواكي او د برتانيې پاكستاني وګړي په ??ويه شمېره موجود وو۔احسن اقبال ووئيل چې د مسلم ليګ(ن)حكومت د پاكستان معيشت په سمه لار روان كړی او د پاكستان معيشت اوس د نړۍ په تندۍ سره په ??رمختګ كونكو معيشتونو كښې شمېرلې شي۔ده ووئيل چې په ??ال 2013م كښې د ټول ټاكنو نه پس چې كله زمونږ حكومت جوړ شو نو د هېواد معاشي صورتحال ډېر خراب وو۔20 ساعته لوډشېډنګ به كېدو۔صنعتونو ته د لوډشېډنګ له امله ګاز او برېښنا نه وركول كېده۔د پاكستان د جي ډي پي شرح په درې فيصده ولاړه وه۔د امن او امان صورتحال ښه نه وو٬هره ورځ به بمي چاودنې كېدې او ګڼ شمېر خلك به وژل كېدل۔ده ووئيل چې نيوزويك هغه وخت پاكستان د عراق نه هم خطرناك هېواد ګرځولې وو۔د مسلم ليګ(ن)حكومت د پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف په ??شرۍ كښې شپه او ورځ كار وكړو او دا ستونزې يې كمې كړی۔ده ووئيل چې كورونو او صنعتونو ته ګاز وركړی شو٬ 11 زره مېګاواټه برېښنا په ??امي ګرډ كښې شامله كړی شوه۔په ??ېواد كښې امن راغلو٬په ??اټا او كراچۍ كښې امن بحال شو٬د پاكستان او چين د 46 ارب ډالر لوظ نامه لاس ليك شوه۔د تهركول پروژه بيرته پیل كړی شوه۔د تهركول څخه راتلونكو 400 كلونو لپاره د پاكستان د توان ضروريات پوره كېدې شي۔د پاكستان د جي ډي پي شرح تېر كال 5.3 فيصد وه٬اوس پاكستان سرمايه كارو لپاره ښه منزل ګرځېدلې۔