هري پور 20 جنوري (اے پي پي)د پخواني وزيراعظم محمد نو??ز شريف لور مريم نو??ز وئېلي دي چې په ضمني ټاكنو كښې اولس سازشونه ناكامۍ سره مخ كړي او د اول نه زيات ووټونه يې نو??ز شريف له وركړي۔په لاهور كښې د اپوزيشن ټول بټالين له اولس شكست وركړې۔پارلمان ته كنځلې كوونكي پخپله هم د پارلمان برخه دي۔زه نن هري پور ته نه خپل كور ته راغلې يم۔د هري پور خلك د نو??ز شريف سره او نو??ز شريف د هري پور د اولس سره مينه لري۔دې د خالي په ورځ هري پور كښې اولسي غونډې ته خطاب كولو۔مريم نو??ز شريف ووئيل په اقامه او پانام?? سياست كوونكي نن په جلسو كښې د خالي پاتې كرسو ته ژړا كوي۔د نو??ز شريف مخالفين په ټاكنو كښې د ټګۍ ډنډورې كوي خو په راروانو ټول ټاكنو كښې مخالفين د ټګۍ چغې سورې نه شي وهلې ځكه چې خالي كرسۍ چا له ووټ نه شي وركولې۔دې ووئيل په ضمني ټاكنو كښې د مسلم ليګ(ن)كانديد په اكثريت سره كاميابۍ دا ثابته كړې چې اولس د نو??ز شريف د نااهلۍ پريكړه نه ده تسليم كړې۔دې ووئيل نو??ز شريف چې كله د برېښنا او موټروے پروژې لګولې نو مخالفينو د كنټينر څخه كنځلې كولې۔مريم نو??ز شريف په هندكو ژبه كښې خپله وېنا پېل كړه۔دې ووئيل زه نن هري پور ته نه خپل كور ته راغلې يم۔د هري پور اولس په ضمني ټاكنو كښې بابر نو??ز له د يو نيم لكو نه زياتې رائے وركولو سره ثابته كړې چې د هري پور اولس د نو??ز شريف سره بې كچه مينه لري