اسلام آباد 19 دسمبر (اے پي پي) د جمعیت علماء اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمن وئيلي دي چې د فاټا مسئله دې د پاكستان د آئين په رڼا كښې ځائي اولس او جرګو سره د مذاكراتو د لارې ه??ار?? كړې شي۔ د نهې په ورځ د پارلمان په خوا كښې ميډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل د فاټا پحقله زمونږ دريځ واضح دے دا مسئله بايد د خبرو اترو د لارې ه??ار?? كړې شي ??د فاټا په اولس دې هيڅ قسمه پرېكړه ونه تپلې شي ?? په هره پرېكړه كښې د قبائيلو رضا مندي پكار ده ۔ ده ووئيل د فاټا مسئله دې د پاكستان د آئين په رڼا كښې ځائي اولس او جرګو سره د مذاكراتو د لارې ه??ار?? كړې شي٬ مولانا فضل الرحمن ووئيل تېره شپه وز??را??ظم ٬ د سېفران وفاقي وزير عبدالقادر بلوچ او د قامي سلامتيا سلاكار ناصر جنجوعه زما كورته راغلي وو۔ دوئي سره تفصيل?? خبره شوې او دوئي ته مې په دې اړه خپل دريځ وړاندې كړو او ددوي دريځ مې هم واورېدو۔ ده ووئيل ما د وز??را??ظم په چېمبر كښې د وز??را??ظم شاهد خاقان عباسي په موجودګۍ كښې د پوځ سرلښكر سره ملاقات وكړو۔ په دې مهال د پوځ سرلښكر سره د فاټا په مسئله تفصيل?? خبره وشوه۔ زمونږ دريځ دا وو چې د فاټا اولس رضامندي بايد ترلاسه كړې شي او كوم هم آئيني سقم باقي پاتې نه شي۔ ده ووئيل دا مسئله زمونږ دا ذات نه بلكې قامي مسئله ده۔ د رائې اخت??اف د هر چا حق دے۔ په دې لړ كښې به فاټا سپريم كونسل سره وز??را??ظم په خپله خبره وكړي۔ بله خبره دا ده چې په آرټیکل 247 او 175 دې آئيني پوهانو څخه لارښودنه ترلاسه كړې شي۔ دا هغه دوه خنډان دي كوم چې بايد لرې كړې شي۔ مولانا فضل الرحمن ووئيل اچكزئۍ چې كوم دلائل وركړې دي هغه ئې د خپلې غوښتنې په بنياد وركړي۔