اسلام آباد ۔ 02 دسمبر (اے پی پی) داخله وزير پروفېسر احسن اقبال پېښور كښې د زرعي پوهنتون په ډارېكټورېټ د ترهګرۍ بريد په سختو ټكو كښې غندلې او د شهيد شويو او ژوبل كسانو كورنيو سره ئې د يو والي څرګندونه كړې۔ د جمعې په ورځ د غندنې خپل پېغام كښې ده د پېښور پېښې په سختو ټكو كښې غندنه وكړه۔ ده ووئيل د ترھګرو ناوړه ارادې خاورو سره سمول?? له قام يو موټې دې۔ امنيتي ادارو په وخت كاروائي كولو سره اولس لوئې ځاني او مالي زيان څخه بچ كړ??۔ ده ووئيل ترهګر اسلام سره هېڅ تعلق نه لري دوئي هېواد كښې انتشار او ناامني خپرول غواړي۔