كوئټه 14 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خ??قان عباسي د نهې په ورځ په يوه ورځنې دوره د خپلې خاص الوتكې د لارې د اسلام آباد څخه كوئټه ته ورسېدو۔ په هوائي ??ډه د بلوچستان وزيراعلٰي نواب ثناالله زهري٬ صوبائي وزيرانو ډاكټر حامد خ??ن اچكزي٬ عبدالرحيم زيارت وال٬ د وزيراعلٰي سلاكار سردار رضا محمد بړېچ او نورو سينئر چارواكو د وزيراعظم هركلې وكړو۔ وزيراعظم سره د سائنس او ټېكنالوجې وفاقي وزير دوستېن خان ډومكي او د قومي سلامتيا سلاكار ناصر خان جنجوعه هم كوئټه ته تللي دي۔ وزيراعظم شاهد خ??قان عباسي د هوائي ??ډې څخه ګورنر هاؤس ته ورسېدو چرته به چې هغه د صوبائي وزيرانو او د اسمبلې غړو سره د ملاقات نه علاوه په صوبه كښې د امن او امان او د پرمختيائي چارو په اړه د غونډې مشري كوي