اسلام آباد 31 اکتوبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزي?? احسن اقبال د ماډل تهاڼو جوړولو منصوبه زر تر زره د تر سر?? كولو امر كړې۔ ده دا خبرې د نهې په ورځ د پوليس اصلاحاتو په اړه د لوړې كچې غونډه مشرۍ په مهال كړې۔ د داخله وزارت لخ??ا د جاري شوي بيان له مخې غونډه كښې د پوليس اصلاحاتو جاج واخستې شو۔ د كورنيو چارو وفاقي وزي?? احسن اقبال د ماډل تهاڼو جوړولو منصوبه زر تر زره د تر سر?? كولو امر كولو سره ووئيل د اېس اېچ اوز ليډرشپ ټرېننګ دې معرفي كړې شي٬ د كميونټي پوليسنګ ن??ام دې نافذ كړې شي٬ په هره تهاڼه كښې دې كوټلې مصالحتي كمېټي جوړه كړې شي ٬ سمارټ پوليسنګ لپاره دې ټېكنالوجي په هره كچه معرفې كړې شي٬ ده ووئېل ښځينه اېس اېچ اوز دې په تهاڼو كښې ولګولې شي۔ وفاقي وزير د جرمونو ا٬ نشه اي توكو او په غېر اخلاقي هلو ځلو كښې د ككړو كسانو په ضد د عدم برداشت پاليسي خپلولو امر كولو سره ووئيل په ناكو وظيفه ترسر?? كوٶنكو پوليس اهلكارو دې خاص تربيه وكړې شي٬ د پوليس د ټرانسپورټ حاجتونه دې ترسره كړې شي۔ وفاقي وزير په ټرافېك پوليس زور رواړو چې ھغوې خپل كوټلې كردار ترسره كړي۔ وفاقي وزي?? احسن اقبال ووئيل موټر سائيكلسټو لپاره دې د هېلمټ پابندي باوري كړئ