واشنګټن 30 اکتوبر (اے پي پي) د مذهبي چارو او د مذهبونو همغږۍ وفاقي وزير سردار محمد يوسف وئيلي دي د مسلم ليګ ﴿ن﴾ حكومت هېواد كښې د مذهبونو ترمېنځه همغږي باوري كولو لپاره اقدامات كوي٬ حكومت حاجيانو ته ا??ان?? او د حج درخواستونو سپېځلتيا باوري كولو لپاره اقدامات كړي ٬ حج لپاره كومه وي آئي پي كوټه نشته٬ ټولو خواستونو ته يو ډول حېثيت وركولې شي٬ تر اوسه د 36 زره مدرسو رجسټرېشن شوے٬ د نورو زرګونو مدرسو رجسټرېشن لپاره هڅې روانې دي۔ قامي خبري اژانس اے پي پي سره په خبرو كښې ده ووئيل دا تاثر چې په پاكستان كښې اقليتونه حقوق نه لري٬ يوه بې بنسټه پروپېګنډه ده٬ كوم خلق چې داسې تورونه لګوي٬ بايد هغوي د پاكستان په ګاونډي هېواد هن?? كښې په اقليتونو كېدونكي ظلمونه وګوري۔ وفاقي وزير په هن?? كښې د مسلمانانو د حالات زار ذكر كولو سره ووئيل په هن?? كښې د غوا غوښې په خوړلو د مسلمانانو د قتل كولو پېښې رامېنځ ته ??ېږ??۔ په پاكستان كښې هن??وانو٬ بودهو او عېسايانو ته خپل مقدس تهوار لمانځلو لپاره په سركاري توګه 10 ورځې خاص كړې شوې ۔ سردار محمد يوسف ووئيل په ??ېب?? پښتونخوا كښې ځينې خلقو په زور د هن??وانو په مندرونو قبضه كړې وه خو حكومت نه يوازې د هغوي دا قبضه ختمه كړې بلكې د دغې بحالې او رغونې لپاره ئې پېسې هم وركړې ۔ ده ووئيل حكومت د اقليتونو حقونو ته ډېر اهميت وركوي او دا اندازه د دېنه لګېدې شي چې د مذهبونو د همغږۍ او د مذهبي چارو وزاتونه ضم كړے شوي ۔ ده ووئيل د بېلا بېلو مذهبونو ترمېنځه د همغږۍ ودې لپاره حكومت په كال 2016م كښې 26 كسان رابللي وو۔ وفاقي وزير ووئيل ټولې فرقې په خپلو مذهبي عقيدو د عمل كولو آزادي لري