نيويارك 20 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئېلي دي د پاكستان په حقله د امريكې پالېسۍ كښې د كوم لويې بدلون توقع نه لرو٬زمونږ هېواد د ټرمپ انتظامې سره په خاص توګه د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې كار كول غواړي ۔د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ 72مې غونډې پ?? موقع سي اېن اېن سره پھ خپله مركه كښې وزيراعظم شاهد خاقان عباسي ووئيل سيمه كښې د پاكستان د كار په تګلاره د رايو اختلاف كېدې شي۔اړيكو كښې لاندې باندې راځي خو بايد دغه اړيكو ته د افغانستان په سترګه ونه كتلې شي۔دا 70 كاله پخواني اړيكې دي مونږ به تل د امريكې اتحاديان يو او په خاص توګه د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې شراكتدار يو۔د امريكې اولس مشر ډونلډ ټرمپ د پاكستان په حقله د پالېسۍ په اړه د يوې پ??ښتنې پ?? ځواب شاهد خاقان عباسي دا د رايو اختلاف دے ٬هغه ووئېل پاكستان دې صورتحال ته په بېلو زاويو ګوري٬زمونږ هېواد د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې لويې زيان پورته كړې۔ده ووئيل ??ن هم زمونږ عسكر د دې لعنت په ضد جنګ كښې بوښت دي۔د يوې بلې پ??ښتنې پھ ځواب وزيراعظم ووئيل ترهه ګري د ټولو لپاره خطر دے۔ده ووئيل ??اكستان ته د هند څخه خطر دے چا چې زمونږ په ضد درې جنګونه كړي٬هند ??تومي هېواد دے٬مونږ څو وارې د هغوي په ضد خپله دفاع كړی۔د يوې پ??ښتنې پ?? ځواب وزيراعظم ووئيل ??اكستان د هند ??طر ترمخه اتومي وسلې جوړوي۔ده ووئيل ??ا د امريكې دوهم اولس مشر په دې اړه د پاكستان د دريځ څخه خبر كړې۔ده يو ځل بيا ووئيل ??اكستان د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې امريكې سره كار كولو له چمتو دے ځكه چې ترهه ګري شريك دښمن دے۔د شمالي كوريا اتومي پروګرام په اړه ده ووئيل بايد شمالي كوريا د نړيوال قوانين پابندي وكړي۔ده ووئيل د شمالي كوريا په اتومي پروګرام پاكستان هم تحفظات لري۔