اسلام آباد 13 مئی (اے پی پی) د نیشنل ډیزاسټر مینجمنټ اتھارټی (این ډی اېم اے) چیئرمین لیفټیننټ جنرل محمد افضل وئيلي دي د كورونا وائرس وباﺀ څخه ??چ كيدو لپاره چین څخه ??خستلې يو لكهه ټنه څخه ??يات طبی سامان پاكستان ته رارسيدلې دے ، د وینټی لیټرز نه علاوه اوس ټول حفاظتی سامان په ځائې ماركیټ كښې اخستلې كيږي، د سامان اخستلو او ترسیل عمل كښې سپيځلتيا باوري كوو ،د كورونا ټیسټنګ لپاره ټول سامان لرو،دا مهال هيواد كښې 70 لیبارټرۍ كار كوي، د قحطې ملخانو مخ نيوي لپاره زمكيزه او د فضائی سپرے انتظام شوے۔ د دې خیالاتو څركندونه ده د شورو په ورځ د میډیا بریفنګ په مهال وكړه۔ د این ډی اېم اے چیئرمین د ورونا وائرس وباﺀ څخه ??چ كيدو لپاره د طبی سامان اخستلو او ترسیل په اړه تفصیل بيان كړو۔ده و??ئيل مارچ مياشت كښې په پاكستان كښې د كورونا څخه ??چ كيدو لپاره عام ماسك هم نه ترلاسه كيدو٬ كوم ماسك به چې موجود ؤ د هغې بيعه به زياته و?? خو نن د وینټی لیټرز نه علاوه ټول سامان پاكستان كښې جوړيږي او د هغې بيعې هم د معمول ترمخه ??ي۔ ده و??ئيل اول د طبی سامان په ټوله نړۍ كښې د طلب له امله چین څخه ?? سامان اخستل يو چیلنج ؤ خو این ډی اېم اے خپلې ذمه وارۍ ترسره كولو سره د هيواد ضرورت له مخې د سامان اخستو انتظام كړے او تر اوسه د 11 پروازونو د لارې يو لاكھ ټن څخه ??يات سامان پاكستان ته رارسيدلې۔ لیفټیننټ جنرل محمد افضل ووئيل د سامان اخستلو او ترسیل كښې شفافیت باوري كولو لپاره ټولې ضابطې بشپړې شوې۔ ده و??ئيل این ډی اېم اے په هڅو حفاظتی سامان په ځائي ماركیټ كښې جوړيدل پيل شوي او نن ټول سامان ځائې ماركیټ څخه ??رلاسه كيږي چې ورسره زيات فنډز بچت شوے۔ده و??ئيل 3 نه تر4 مياشتو لپاره حفاظتی سامان سټاك باوري كولو نه پس د ځائې ماركیټ څخه ?? حفاظتی سامان برآمد كولو د امكانات جاج اخستلې كيدې شي۔ ده و??ئيل این ډی اېم اے ویئر هاؤس كښې د يوې مياشت سټاك لري، د سامان اخستلو ، شته والي او ترسیل ټول تفصیلات په ویب سائټ جاری كيږي۔ ده و??ئيل د كورونا په ضد د فرنټ لائن طبی عملې حفاظت لپاره سامان وركول يو چیلنج ؤ، ټول هيواد كښې د كورونا رنځورانو خيال ساتلو لپاره د عملې حفاظت له څلور كھیپه سامان رسولے شوے دغسې د 5م كھیپ ترسيل روان دے۔ ده و??ئيل این ډی اېم اے د حفاظتی سامان نه ترلاسه كيدو ګيلو اندراج له هیلپ لائن جوړ كړے په كوم چې ځينې ګيلې راغلي او ك??مې چې مونږ سمدستي لرې كړي ۔ لیفټیننټ جنرل محمد افضل ووئيل د ټیسټنګ سامان شته والي په بنیاد د 50 زره ټیسټونو ك??لو استعداد لرو، مارچ كښې په هيواد كښې يواځې 5 لیبارټری وې دغسې دا مهال ټول هيواد كښې 70 لیبارټری كار كوي۔ ده و??ئيل په لويديزه پوله د قرنطینه مركزونو جوړولو نه علاوه این ډی ایم اے په هوائی ميدانونو قرنطینه آسانيو سره سره سپرے كولو له هم معاونت كوي۔ د این ډی اېم اے چیئرمین د قحطې ملخانو مخ نيوي لپاره د پورته كړو اقداماتو په اړه و??ئيل ځپليو سيمو كښې د زمكيزې سپرے سره سره د فضائی سپرے انتظام هم شوے، دې مقصد لپاره 5 چورلكو سره مشینری لګولې شوې دغسې سپرے لپاره 2 الوتكې هم تيارې كړې شوي، په دې كښې يو سپریئر الوتكه د تركیې څخه ??اغوښتلې شوې ۔ ده و??ئيل په قحطې ملخانو قابو موندلو له چین سپرے او سپریئرز راكړي په دې مونږ د هغوي مننه كوو۔د يوې پوښتنې په ځواب ده و??ئيل لاك ډاؤن كښې نرمی د عامو وګړو آسانيو لپاره شوې،دا اوس زمونږ د ټولو ذمه واري ده چې ضروری احتیاطی تدابیر باندې عملدرآمد كولو سره د كورونا وائرس څخه ??پل ځان اوساتو او نور هم بچ كړو