پېښور 09 مارچ (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي كه لوبغاړې نه ومه نو سياست ??ښې به مې ماتې منلې وې٬ ژوند د كمي زياتي نوم دے٬ د غورځېدو نه پس راپورته كېدونكې زيات قوي وي٬ د لوبو نه مې د سختو حالاتو مقابله كو?? زده كړي ده۔ د ګل په ورځ قيوم سپورټس كمپلېكس ??ښې د انډر21 ګېمز پرانستې دستورې ته خطاب خپلې وېنا ??ښې وزيراعظم عمران خان ووئيل د ماتې خوړولو نه ويره نه كو??نكي چېمپئن وي ولې چې هغه د خپلې ماتې خوړلو په سبب يو په دوه محنت كو??۔ ده ووئيل غورځېدو څخه وروستو بيا پاڅېدونكې د او?? نه زيات مضبوطېږي۔ نړۍ ??ښې تر ننه چېمپئن هغه جوړ شوې نه دې څوك چې په ماتې خوړولو نه پوهېږي۔ ده ووئيل كه زه لوبو ??ښې پاتې شوې نه وې نو ما به تر 22 كلونو سياست كړې نه وې او ډېر زر به مې ماتې منلې وې۔ ده ووئيل سياست هم د مقابلې نامه ده۔ چېمپئن د ماتې خوړلو نه ويرېږي نه بلكې د هغې نه زده كړه كو??۔ انسان هله ماتې خوري كله چې همت بېلي۔ وزیراعظم عمران خان د لوبو انتظام په كو??و اعلی وزير محمود خان ته مباركي وركولو سره ووئيل دې لوبو سره به د ځوانانو ټېلېنټ رامخې ته شي۔ ده ووئيل د كليو په كچه به لوبو ته وده وركول وي۔ ده ووئيل تاسو له به دا ياد ساتل وي چې تاسو د پاكستان قوم برخه ئۍ كو?? له چې كه لوئے څښتن ته منظور وي يوعظيم قوم جوړېدل دي۔ دې څخه وړاندې وزیراعظم عمران خان د انډر21 ګېمز پرانسته وكړه۔ ګورنرشاہ فرمان، وزیراعلی محمود خان او صوبائي وزيران هم د پرانستې دستوره ??ښې موجود وو۔