اسلام آباد 29 فروری (اے پي پي) نړيوال كارډېك الېكټرو فزيالوجي كنفرنس په آرمډ فورسز انسټي ټيوټ آف كارډيالوجي﴿اے اېف آئي سي﴾ او نېشنل انسټي ټيوټ آف هارټ ډيزيزز﴿اېن آئي اېچ ډي﴾ پېنډې ??ښې پېل شو. د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانګې ﴿آئي اېس پي آر﴾ له مخې په دې درې ورځني كنفرنس ??ښې اولس مشر ډاكټر عارف علوي د پرانستې په غونډه ??ښې د خاص مېلمه په توګه ګډون وكړو. په كنفرنس ??ښې د امريكې، برتانيې، مصر، قطر، لبنان، تركيې، آذربائيجا?? او د پ??كس??ان پشمول د ټولې نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو نامتو كارډېك الېكټرو فزيالوجسټ ګډون كوي. د كنفرنس پرانستې غونډې ته په خپله وېنا ??ښې اولس مشر ډاكټر عارف علوي په اے اېف آئي سي او اېن آئي اېچ ډي ??ښې د علاج معالجې په اړه د ډاكټرانو او پېرامېډيكل سټاف خدمات وستائيل. اولس مشر اے اېف آئي سي او د اېن آئي اېچ ډي پشمول په نېشنل كارډيو وسكولر ريسرچ انسټي ټيوټ كښۍ د ريسر?? او ډوېلپمنټ په اړه د هر ډول ممكنه مرستې باور وركړو. د دې څخه وړاندې د پاك پوځ اېډجوئنټ جنرال لېفټېننټ جنرال محمد عامر او لېفټېننټ جنرال خاور رحمان سرجن جنرل آف پ??كس??ان اے اېف آئي سي او اېن آئي اېچ ډي ته په رارسېدو د خاص مېلمه هركلې وكړو.