اسلام آباد 25 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې په مقبوضه جمو او كشمير او هند كښې غېر جمهوري او فاشسټ نظريه تپلې شي. د خالي په ورځ په ټويټر په خپل يو ټويټ كښې وزيراعظم عمران خان د برتانيې د ” دي اكانومسټ” مج??ې د سرپاڼې عكس شريك كړو، په كوم كښې چې مج??ې هند د عدم برداشت هېواد ګرځولو سره ليكلي دي چې د نړۍ لوي جمهوريت د مودي اقداماتو په وجه څنګه څنګه خطرو سر?? مخ دے. وزيراعظم ووئيل چې نړۍ اوس په څرګنده تسليموي چې په مقبوضه جمو او كشمير او هند كښې غېر جمهوري او فاشسټ نظريه تپلې شي. دا د منطقې سلامتيا او امن ل??اره تر ټولو لوي خطر دے. ده ووئيل چې 80 لكه كشميريان او په هند كښې ا??سېدونكي مسلمانان د وړاندې د مودي سفاك پالېسو سر?? مخ دي.