اسلام آباد 04 جنوري (اے پي پي) دكشمير او ګلګت بلتستان چارو وف??قي وزير علي امين خان ګنډاپور وئيلي دي چې وخت راغلې چې ملګري ملتونه د جنورې په 5مه نېټه 1949م كښې خپل منظوري كړې قرارداد عملي كړي. د قرارداد حق خوداراديت ورځې په اړه په خپل خاص پېغام كښې وف??قي وزير ووئيل چې وخت راغلې چې ملګري ملتونه د جنورې په 5مه نېټه 1949م كښې خپل منظوري كړې قرارداد عملي كړي چې دغسې كشميريان خپلواكي ترلاسه كولو سره په دوي د هند د رياستي ترهګرې خاتمه وشي. ده ووئيل چې د كشمير مسئله هند ??خپ??ه سلامتي كونسل ته وړې وه او نن هند ??خپ??ه د ملګرو ملتونو د قراردادونو نه انحراف كولو سره په مقبوضه كشمير كښې ظلم او ستم كوي. ده ووئيل چې د كشمير مسئله د ملګرو ملتونو په اېجنډا حل غوښتونكې مسئله ده او د دې مسئلې په حل كښې ناكامي نه يوازې د ملګرو ملتونو په كاركردګۍ يو سواليه نشان دے بلكې د بشري حقونو نړيوالو ډلو او نړيوالې ټولنې لپاره هم يو ډېر لوي سواليه نشان دے.