سيالكوټ 23 نومبر (اے پي پي﴾ د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې د نواز شريف ترجمانانو د هغه د روغتيا په اړه شور جوړ كړے و، شهباز شريف ضد كولو سره د مخالفې ډلې د مشر چوكۍ ترلاسه كړې او اوس ئې په خپله پريښې. مېډيا سره په خبرو كښې د وزيراعظم خاص مرستيالې ووئيل چې حكومت د تعليم يو ډول نظام او نصاب لپاره كار كوي او ټول صوبائي حكومتونه د وزيراعظم د وېژن له مخې په پالېسې د عمل كولو عزم لري. هغې ووئيل چې مونږ يوازې په تعليمي پالېسې كښې داخلې نه بلكې جاب پورټل هم جوړولو چې دغسې صلاحيت لرونكي ځوانان د تعليم نه فراغت سره روزګار ترلاسه كړ?? شي. هغې ووئيل چې پوهنتونونو سره ??ه ګډه به د روزګار له مخې تعليم وركول?? شي. هغې ووئيل چې د پنجا?? حكومت سره ??ه ګډه په مېرمنو په كالجونو كښې د ټيوټا له مخې پروګرامونه پېل كوو چې دغسې مېرمنې بااختياره كړ?? شي او د دوي د صلاحيتونو نه استفاده وكړ?? شي. هغې ووئيل چې په هېواد كښې د صنعتونو وده د وزيراعظم وژن دے. هغې ووئيل چې ??ه ګرانې قابو موندلو لپاره د مېډل مېن كردار ختمول?? شي او د ناجائز منافع كوونكو په ضد په لويه پېمانه كارروائې روانې دي.