اسلام آب??د 25 اګست (اے پي پي) د ك??مير كمېټې چيئرمېن سيد فخر امام وئيلي دي چې د نړۍ تر ټولو لوي ??ندان په مقبوضه كشمير كښې جوړ كړے شوے٬ هند د ك??ميريان?? په حق ډاكه اچولو سره خطرناكه لوبه كوي٬ د پاكستان 22 كروړه اولس كشميريانو سره اوګه په اوګه ولاړ دے٬ پير مهر علي شاه د اسلام په ترويج كښې مهم كردار ترسره كړے۔ ده دا خبرې په دربار ګولړه شريف كښې د يوم فتح مبين په اړه جوړې شوې دستورې ته د وېنا كول?? په مهال وكړې۔ سيد فخر امام ووئيل چې هند د ك??مير په اړه چې كوم اقدام كړے٬ سوچ كولو سره به د دې ځواب وركوو٬ كه د ك??مير تاريخي پس منظر وكتلې شي نو د تقسيم په وخت دا پرېكړه شوې وه چې مسلم اكثريت سيمې به په پاكستان او د هندو اكثريت سيمې به په هند كښې شاملېږي خو د ك??مير په اړه د اول نه سازش وكړے شو او هند پرې قبضه وكړه ا?? په خپله ئې د ك??مير مسئله ملګرو ملتونو ته ورسوله۔ له بده مرغه ملګرو ملتونو هم د ك??مير په اړه د سنجيدګې څرګندونه ونه كړه۔ اوس د پاكستان په خط 54 كاله پس دا مسئله په ملګرو ملتونو كښې بيا پورته كړې شوې او بايد دې لپاره نړۍ خپل كردار ترسره كړي۔