اسلام آباد10 جون (اے پی پی) د وزیراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاکټر ف??دوس عاشق اعوان وئيلي دي پھ تير وخت كښې په پارلمان كښې دروغ ووئيل د شریفې كورنۍ عادت دې، د پاکستان تر ټولې پارلمان كښې وئيلي شوې دروغو نواز شریف دروغجن ګرځولې، د هغه عمران خان ته ګوته نيول هېڅ معنی نه لري، د وزیراعظم بیان د جعلی اکاوَنټس لرونكو ، ټېکس غلو او بې نامی دارو لپاره ؤ۔د ګل په ورځ خپل يو بيان كښې ډاکټر ف??دوس عاشق اعوان ووئيل 30 جون ته خو لا ورځې شته او اپوزیشن چغې وهل پيل كړې دي۔ دې ووئيل نواز شریف او آصف علی زرداری قرضې بهر هېوادونو كښې د جائیدادونو اخستلو لپاره او عمران خان د هغوي دغه قرض بيرته وركولو لپاره اخلي۔ ډاکټر ف??دوس عاشق اعوان اولس ، صنعتکارو او سوداګرو ته غږ وكړو چې د وزیراعظم د پیغام له مخې اث??ثې څرګندې كړي او ټیکس اصلاحات د ایجنډې برخه وګرځي۔ دې ووئيل كله چې هم د اپوزیشن کرپشن خبر?? كېږي نو هغوي د وزیراعظم په ذات بريد كوي،يو پلو اپوزیشن ادعا كوي چې زمونږ پروژې غلا كېږي بل پلو هم په دغې پروژو ټكونه کوي۔ ډاکټر ف??دوس عاشق اعوان ووئيل اپوزیشن د سیاسی منافقت ښكار دې، اپوزیشن لارښود او وياند دې د کرپشن باچاګانو مدحې وئيلو په ځائې دې د اولس څوکیداری وكړي، اپوزیشن لارښود د زندان د ويرې په اجتماعی توګه په رنځونو اخته دي۔ دې ووئيل په وزیراعظم عمران خان اولس باور كړې چې له امله ئې اپوزیشن د حسد او بغض ښکار دې، اپوزیشن نه غواړي چې د هېواد معاشی صورتحال ښه شي۔ ډاکټر ف??دوس عاشق اعوان ووئيل د اپوزیشن مشران دې خپل تښتيدلې او بهر هېواد كښې پټ شوې لارښود، خپلوان او بچي پاکستان ته راوستلو سره عدالتونو ته وړاندې كړي