اسلام آباد 16مئی (اے پی پی)د مذهبي چارو وفاقي وزير ډاكټر نورال??ق قادري وئېلي دي پخوا د هېواد مالياتي نظم او د معيشت سره داسې سلوك شوے كوم چې څوك د دښمن سره كوي٬ وزيراعظم عمران خان د وګړو په ژوند كښې بدلون راوستل غواړي٬په نړيواله توګه د پاكستان په ضد يو ماحول جوړ شوې٬دښمن پاكستان قوي ليدل نه غواړي۔ده د زيارت په ورځ د سناتور طلحه محمود فاؤنډېشن د اړخه د مېډيا كارمندانو لپاره د روژې مناسبت سره د ر??شن وركولو دستورې ته خطاب كولو۔ده ووئيل طلحه محمود عمر له د خېر په كار كښې برخه اخلي٬شته مند خو ډېر دي خو څوك چې ??ړه او سخاوت لري هغوي دا كار كولې شي۔د سخاوت لرل هم د لوے څښتن لويې نعمت دے۔ده ووئيل په پاكستان كښې د كراچۍ نه تر خ??بر ډېر خلك شته څوك چې ?? خېرښېګړې سوچ لري۔ ده ووئېل پاكستان په اسلامي هېوادونو كښې د ښېګړې او حيراتي كارونو په لړ كښې د ټولو نه وړاندې روان دے۔ده باور وركړو چې ?? مېډيا كارمندانو مسائل او ستاسو غږ به متعلقه ځايې ته رسوو۔وزيراعظم او ك??بي??ه دا احساس لري چې ?? مېډيا په مالكانو كوم كټ لګولې شوې د هغې ټول زور په مېډيا وركرز راغلې۔ده ووئيل د حكومت ښه اقدامات اوس داسې ښكاري لكه د تريخ ګوټ خو د دې به ډېرې ښې نتيجې رامخې ته شي