اسلام آباد ۔ 24 اپرېل (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان د شورؤ په ورځ خپل سري لنكن همڅنګ رائيل وركرما سنګھے سره ټېلېفوني تماس ونيولو او د ايسټر په موقع د ترسره شويو بريدونو په سختو ټكو كښې غندنه كولو سره ئې غمجنيو كورنيو سره غمرازي ښكاره كړه۔ ده د ژوبل شويو زر روغتيا له دعا هم وكړه۔ وزیراعظم ووئيل د پاكستا?? اولس ته د قيمتي ځانونو په زيان سخت خفګان رسېدلې او هغوي د غم په دې وخت كښې د سري لنكا خپلو وروڼو سره ولاړ دي۔ ده ووئيل مونږ خپله هم ترهګرۍ سره مخ پاتې شوې ??ؤ ځكه د سري لنكا وروڼو تكليف محسوسولې شؤ۔ ده ووئيل ترهګري كوم مذهب نه لري ا?? دې د منطقې سره سره د ټولې نړۍ امن خطر سره مخ كړې دې۔ وزیراعظم ووئيل پاكستان د هر ډول ترهګرۍ غندنه كوي ا?? ددې لعنت ختمولو له به هر ډول ممكنه ملاتړ كوي۔ وزيراع??م د ترهګرۍ مخنيوي له د ګامونو پورته كولو په لړ كښې سري لنكا ته د خپل حكومت لخوا د مرستې پېشكش هم وكړو۔