اسلام آباد ۔ 31 مارچ(اے پی پي) د كورنيو چارو دوهم وزير شهريار آفريدي وئيلي دي اسلام مخالفه قوتونه د مسلمانانو او زمونږ د مذهب په اړه منفي سازشونو كښې لګيا دي۔ مونږ يو موټې كېدو سره د دوئي منفي سوچ او هلو ځلو ته ماتې وركولې شؤ۔ د اتوار په روځ كنونشن سنټر كښې ينګ ليډرز سمټ 2019ﺀ ته خطاب كښې ده ووئيل ټوله نړۍ د پاكستاني زلمو نه ښه خبر ده۔ پاكستانې قوم بېدارېږي۔ د?? ووئيل نن مونږ دا عهد كوؤ چې د لوئے څښتن لخوا د هر امتحان مقابله به صبر او شكر سره كوو دغسې چې د قيامت په ورځ مونږ كوز سترګې نه شؤ۔ د?? ووئيل د تحقيق نه غېر خبره كول په دروغو كښې راځي۔ يهود او نصا??ی نن زمونږ نوې كول بې لا??ې كوي۔ د?? ووئيل كه عزت غواړو نو مونږ له به د خپل نبي (علېه السلام) په طريقه ژوند كول وي۔ د?? ووئيل كله هم كوم پښتون د قامي بېرغ په ضد خبره نه ده كړې۔ ولې نن كه څوك په دې اړه خبره كوي نو هغه د بل چا په ژبه خب??ې كوي۔ د?? ووئيل كه څوك قانون لاس كښې اخلي نو سم ځواب به ئې كولې شي۔ زمونږ په سكولونو ٬ روغتونونو او جوماتونو بريدونه شوې ولې اوس به ددې ډول ناوړه ګامونو بشپړه ځواب وركولې شي۔ د?? ووئيل هند كښې ټاكنې راروانې دي ٬ مونږ جنګ نه بلكې امن غواړو۔ مونږ د ګاونډي هېواد كېدو په حېث د هند عزت ??و احترام كوو۔ ولې د هېواد د سلامتيا او خپلواكۍ به هېڅ سودا كولې نه شي۔ده ووئيل هندوستان دا ګڼي چې پاكستانې اولس په يو بېج نه دي ولې دا د هند غلط فهمي ده۔ نن ټول قام او د هېواد ټولې ادارې يو موټي دي۔ د?? د پاك پوځ زنده باد نعره پورته كولو سره هند ته د مثال په توګه د قومي يووالي ځواب وركړو۔