اسلام آباد 25 فروري (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر وئيلي دي د خواجه سعد رفیق په پروډکشن آرډر به د قانوني رائے تر مخه پرېكړه كوم۔ د ګل په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډې په مهال د خواجه آصف د ا??تر??ض د نكتې په ځواب اسد قېصر ووئيل ?? ??ول?? او قانوني رائے له مخې به پرېكړه كولې شي۔ د دې نه وړاندې خواجه آصف د ا??تر??ض په نكته ووئيل مونږ د خواجه سعد رفيق د پروډكشن آرډرجاري كولو غوښتنه كوٶ٬ علیم خان ونيولې شو او پروډكشن آرډر ئې جاري كړې شو ٬ دغسې د حامد سعید کاظمي پروډکشن آرډر جاري كېدو خو د سعد رفیق پروډکشن آرډر نه جاري كېږي٬ د?? ووئېل مونږ دا خواست كوٶ چې په دې رولنګ وركړې شي۔ د قامي اسمبلۍ سپیکر اسد قېصر ووئيل ?? ??ول?? او قانوني رائے له مخې به پرېكړه كولې شي۔ خواجه آصف ووئيل ??اسو د ایوان کسټوډین ئې ، تاسو خپله قانون جوړوۍ٬ سپيكر ووئيل ??ه به تاسو مايوسه كوم نه ۔ خواجه آصف ووئيل ?? سېنېټ چیئرمېن د کامران مائیکل پروډکشن آرډر جاري كړې۔ شاہ محمود قرېشي ووئيل ??ا دسپيكر حق دے ښه به وه چې دا معامله ئې ستاسو سره په چېمبر كښې پورته كړې وه