پېښور ۔27جنوری (اے پی پی) د دفاع وفاقي وزير پروېز خټك وئيلي دي د وزیراعظم عمران خان په شكل كښې پاكستان ته ايمانداره مشرتابه ترلاسه شوې ده۔ چا چې د 22 كلونو په سياسي محنت كښې د كرپشن او كرپټ سياستدانانو په ضد جه??د كړې۔ اوس نور كرپشن ٬ لوټ مار او پاكستان يو ځائې وړاندې تلې نه شي۔ د لوټ مار سياست په ځائې ودرېدلې دې۔ دا هېواد ايمانداره مشرتابه ستونزو څخه ويستلې شي۔ وزیراعظم عمران خان هغه لارښود دے چې د امريكائي اولس مشر وړاندې ث??بت قدم ودرېدو۔ دې د هر چا په وړاندې مضبوط دېوال جوړې دې شي ولې چې دې يو ايماندار لارښود دے۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده جه??نګیرہ كښې د نادرا دفتر او كټي ميانه خېر آباد كښې د سوئي ګېس پر??نس??ې څخه وروستو لويې جلسې ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل د پخواني اولس مشر آصف علي زرداري ٬ پخواني وزيراعظم نواز شريف او د پنجاب پخواني اعلی وزير شهباز شريف كرپشن او لوټ مار دلاسه نن هېواد ستونزو سره مخ دے۔ ده ووئيل د پاكستان غېرتي اولس هېواد د موج??ده حالاتو څخه ويستلو له وزيراعظم ته لوئے مېنډېټ وركولوسره دې كامياب كړو۔ ده ووئيل نواز شريف او شهباز شريف خپلو ځينې ملګرو سره زندان كښې دې او نور رامخې ته كېدونكي دي۔ ده ووئيل غلو څخه به د پېسې پېسې حساب اخلو۔ ده ووئيل وخت راغلې چې د كرپټ عناصرو سخت احستاب وشي۔ ده ووئيل په ما او اعلی وزير محمود خان كښې هېڅ فرق نشته مونږ داواړه د صوبې پرمختګ له هڅې كوو۔ ده جه??نګيره كښې د نادرا دفتر او كټي ميانه كښې د سوئي ګاز په رسنه اولس ته مباركي وركولو سره ووئيل مونږ ټاكنو كښې كړې يو بل لوظ وپاللو۔ ده د نادرا اعلی چارواكو مننه وكړه چې په لږ وخت كښې ئې د جه??نګيره دفتر كار سر ته ورسولو۔ ده جه??نګيره كښې د نادرا دفتر او كټي ميانه كښې د سوئي ګاز منصوبو پر??نس??ه هم وكړه