اسلام آباد 18 جنوري (اے پي پي) پاكستان په واضحه تو??ه وئيلي دي چې په افغانستان كښې امن د پاكستان په ګټه دے٬ دا د حكومت د ترجيحاتو برخه دے٬ مونږ خوشحاله يو چې زمونږ دا دريځ نور?? هېوادونو هم منلې چې د افغانستان شخړه كوم پوځي حل نه لري۔ د جمعې په ورځ د قومي اسمبلۍ پھ غونډه كښې د خارجه وزارت لخوا ايوان ته ووئيل شول چې د پاكستان سماجي او اقتصادي پرمختګ لپاره په افغانستان كښې امن ضروري دے۔ پاكستان او په خاص تو??ه وزيراعظم د كافي مودې نه وائي چې د افغانستان د شخړې كوم پوځي حل نشته۔ د افغانانو په مشرې كښې د سولې او تفاهم عمل يوازې د دې معاملې حل دے۔ په افغانستان كښې سياسي حل ل??ولو لپاره د پاكستان او امريكې په خيالاتو كښې مطابقت پېدا شوے۔ اولس مشر ټرمپ د ترهګرې په ضد پاكستان كردار تسليم كړے او د خبرو اترو د لارې ?? افغان شخړې حل ل??اره ئې د پاكستان نه مرسته غوښتې۔ پاكستان د افغان د سولې عمل ملاتړ لپاره ټو??و سيمه ايز?? هېوادونو سره په تماس كښې دے