اسلام آباد 05 جنوري (اے پي پي) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير علي امين خان ګنډا پور وئيلي دي چې د كشمير سټېټ پراپرټې ټولې وسيلې او اثا??ې امانت دي چې غوره استعمال سره ئې په امدن كښې ښه اضافه كېدے شي۔ ده دا خبرې په اسلام آباد كښې د كشمير سېټېټ پراپرټي ډيپارټمنټ د غونډې مشري كولو په مهال وك??ې۔ په غونډه كښې د د كشمير او ګلګت بلتستان چارو د وزارت سېكتر طارق محمود پا??ا٬ د كشمير او ګلګت بلتستان چارو د وزارت جوائنټ سېكتر او د كشمير سټېټ پراپرټي چارواك?? ګډون وك??و۔ وفاقي وزير ووئ??ل چې كشمير سټېټ پراپرټي د اربونو روپو كمرشل٬ د استوګنې او زرعي اثاثې لري او د دې ښه امدن ترلاسه كېدے شي خو افسوس چې د تېر وخت حكومتونو په وخت كښې د دې اثاثو حفاظت او انتظام ته پام نه دے شوے او د زياتره پراپرټې نه ډېر محدود امدن ترلاسه كېږي۔ د غونډې په مهال وفاقي وزير د اړوند چارو نه خبر كړے شو۔