انقرہ 4 جنوری (اے پی پی) ترکیې او پاکستان دوه اړخيزه اړيكو او د م????شت پشمول بيلو څانګو كښې مرستې ته لا ودې وركولو ته سلا شوې دي۔۔وزیراعظم پاکستان عمران خان او د ترکیې اولس مشر رجب طیب اردوان د جمعې په ورځ انقرہ كښې شريك خبرې کنفرنس ته خطاب کښې ووئيل د پاکستان او ترکیې ??رم??نځه دوه اړخيزه اړيكې د وخت سره سره لا قوي كېږي او دا به لا مستحكم شي۔په دې موقع پر وزیراعظم عمران خان ووئيل د پاکستان وګړو د تركيې د آزادۍ په تحریك كښې مهم کردار ترسره كړې ؤ، ترکیا او پاکستان خپلو كښې د ملګرتيا او ورورولۍ اړيكې لري۔ ده ووئيل مونږ د تركيې سره په ټولو څانګو كښې او په خاص توګه مع??شت كښې د م??ستې زياتولو خوښې لرو،هم دغه وجه ده چې معاشی ډله هم ما سره راغلې ده۔ده ووئي?? د ??رکيې اولس مشر رجب طیب اردوان سره ملاقات كښې د امنيت په اړه په دوه اړخيزه چارو غور شوې۔ ده ووئيل پاکستان كښې 50 لکھ بې كوره كسانو له كورونه جوړو، هاؤسنګ، صحت او تعلیم په څانګو ككښې د ترکیې د تجربې څخه استفادہ كول غواړو، پاکستان د امریکې او طالبانو ??رم??نځه خبرو اترو كښې مرسته كوي، افغانستان كښې امن د سيمې پرمختګ او استحکام له ضروري دې، سيمه كښې امن له هند سره هم خبرې اترې كول غواړو، هند په مقبوضه کشمیر كښې د طاقت استعمال کوي۔ ده ووئيل پاکستان د م??ينې ریاست په طرز د جوړولو خواهش لرو۔وزیراعظم عمران خان ووئيل مونږ د افغانستان په معامله د تركيې سره د م??ستې خوښې لرو۔ په دې موقع د ترکیې اولس مشر رجب طیب اردوان ووئيل وزیراعظم عمران خان پاکستان كښې بدلون لپاره هلې ځلې كړي، مثبت خبرې اترې شوې، خواهش لرو چې د پاکستان او ترکيې اړيكې تر اوږدې مودې مخ په وړاندې لاړې شي، د پاکستان ،افغانستان ،ترکیې درې اړخيزه غونډه به د افغان امن عمل كښې مرستياله وګرځي۔ ده ووئيل د ملاقات په مهال مونږ په ټولو څانګو كښې د م??ستې د امکاناتو جاج اخستې۔ ده ووئي?? د ??رکیې فاؤنډېشن په اړه د سپریم کورټ د پريكړې هركلې كوو۔ ده هيله څرګڼده كړه چې كال 2019 به پاکستان او ترکیې ??رم??نځه د لا نزدې والې كال وګرځي۔