اسلام آباد 02 جنوري (اے پي پي) د وزی??اع??م د سمندر پورې پاكستانيانو خاص مرست??ال ذوالفقار عباس بخاری په هڅو بحرېن حكومت 12 پاكستاني و??ړو ته د عامې معافي اعلان كولو سره دوي خوشې كړي دي۔ ذوالفقار عباس بخاری بهر هېوادونو كښې د بنديانو پاكستاني وګړې خوشې كولو له خصوصي هڅې كوي۔ د هېواد په تاريخ كښې په اولني ځل پاكستانيانو لپاره د عامې معافۍ اعلان شوے۔ د دې بنديانو خوشې كېدو لپاره د بحرېن كښې د پاكستاني س??ارت کمېونټی وېلفېئر اتاشی د سفير د لارې د بحرېن باچا ته خواست كړے و چې په نتيجه كښې ئې د بحرېن باچا په بېلو كېسونو كښې د ككړو 12 پاكستانيانو لپاره د عامې معافۍ اعلان وكړو۔ د بحرېن په بېلو زندانونو كښې 40 پاكستانيان د نيمګړې دستاوېزاتو او نورو جرمونو لامله بنديان دي د كومو خوشې كولو له چې هڅې روانې دي۔ د وزي??اع??م خاص مرست??ال ذوالفقار عباس بخاری د 12 پاكستانيانو په خوشې كولو د بحرېن باچا مننه وكړه او بحرېن كښې د پاكستاني س??ارت د هڅو ستائنه كولو سره ئې ووئيل چې بهر هېوادونو كښې د بنديانو پاكستانيانو خوشې كولو له مېكنېزم جوړوو چې ورسره به د اړوند هېوادونو پاكستاني س??ارتونو ته هدايات جاري كولې شي چې هغوي دې د بندي پاكستانيانو خوشې كولو له په زړه پورې هڅې وكړي