اسلام آباد 16ستمبر (اے پی پی)وزیراعظم ??مران خان وئيلي دي چې د هېواد امن ته حکومت پام لرنه كو??، د امن او استحکا?? نه غير د هېواد اقتصادی صلاحیت څخه بشپړه ګټه نه شي پورته كړې كيدې، کراچۍ د پاکستان معاشی مرکز دې، وفاقی حکومت به صوبه كښې امن له د صوبائی حکومت بشپړه مرسته روانه ساتي۔ د اتوار په ورځ د وزیراعظم ??مران خان په مشرۍ كښې سندھ صوبې او په خاص توګه كراچۍ كښې د امن صورتحال جاج اخستلو اعلیٰ پائې غونډه وشوه۔ غونډه كښې د سندھ ګورنر عمران اسماعیل، د سندھ وزیر اعلیٰ سید مراد علی شاہ، کمانډر 5 کور لیفټیننټ جنرال همایوں عزیز، د سندھ چیف سیکتر میجر (ر) اعظم ??لیمان خان، د كراچۍ کمشنر محمد صالحق فاروقی، د رينجر ډی جی میجر جنرال محمد سعید، د سندھ آئی جی ډاکټر سید کلیم امام، د سندھ داخله سیکتر عبدالقادر قاضی نه علاوہ اعلیٰ چارواكو ګډون وكړو۔ غونډې ته د سندھ آئی جی د امن په صورتحال بریفنګ وركړو۔ د رينجر ډی جی د کراچۍ عمليات كښې د رینجرز په کردار او د وژنې دهړكو په اړه بریفنګ وركړو۔ غونډې ته وئيلي شول چې کراچۍ عملياتو پيل كيدو سره د جرمونو شرح كښې 90 فیصده کمې شوې۔ غونډه كښې د صوبې او په خاص توګه کراچۍ كښې د امن او امنيت مجموعی صورتحال جاج واخستلې شو۔ وزیراعظم ??مران خان ووئيل د امنيتي ادارو قربانيو او عزم په وجه کراچۍ كښې د امن مجموعی صورتحال ښه شوې، هېواد كښې امن ته حكومت خاص پام لرنه كو?? ځكه چې امن او استحکا?? نه غير هېواد كښې معاشی استحکام ممکن نه دې۔ وزیراعظم ووئيل کراچۍ د پاکستان معاشی مرکز دې، وفاقی حکومت به صوبه كښې د امن په اړه د صوبائی حکومت بشپړه مرسته روانه ساتي۔ وزیراعظم ?? دې عزم پخلې وكړ?? بايد په وفاقی او صوبائی كچه د ایجنسیو ترمينځه ښه رابطې وساتلې شي، رابطو سره به هېواد كښې د امن مجموعی صورتحال ښه شي۔ده ووئيل د کراچۍ كښې د امن په بحالۍ كښې رینجز، پولیس او نورو قانون نافذ کونكو ایجنسیوں د قدر وړ كردار ترسره كړې۔