اسلام آباد ۔ 14ستمبر (اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني د جمهوريت نړيوالې ورځې په مهال خپل پېغام كښې وئيلي دي د جمهوريت نړيواله ورځ د جمهوري اصولو تر مخه د حكومتې نظام تحفظ او ودې له زمونږ د ل??ظ پخل?? كوي۔ ده ووئيل د دې ورځې نمانځلو مقصد دا دې چې مونږ د جمهوريت مضبوطيا له د روانو هلو حلو هركل?? كوو ٬ د اولس حكومت د اولس لپاره او د اولس د لارې په فلسفه او نظام باور لرو۔ ده ووئيل په كال 2007ء كښې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ لخوا د منظور كړې شوي قرارداد په نتيجه كښې د ستمبر 15 مه نېټه د جمهوريت نړيوالې ورځې ??ه توګه د ل??انځل?? پرېكړه شوې او كال 2008ﺀ څخه دا ورځ په ټوله نړۍ كښې لمانځلې شي۔ ده ووئيل د پاكستان د پارلمان د دواړو ايوانونو د ټاكنې عمل سږ كال پايې ته رسېدلې او يو جمهوري حكومت څخه بل جمهوري حكومت ته د اقتدار منتقل كېدو پړاؤ په غوره ډول ترسره شوې۔ ده ووئيل په هېواد كښې وده كونكې جمهوريت له اوس هم زياتو پړاؤنو څخه تېرېدل دي او وخت تېرېدو سره سره دا لاره لا اسانېږي۔ د سېنېټ چيئرمېن په قامي او نړيواله كچه ټولو اسټېك هولډرانو ته د جمهوريت نړيوالې ورځې په مهال مباركي وركړه