اسلام آباد 09 اپرېل (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار ایاز صادق وئيلي دي د آئین سرلوړي زمونږ منزل دے٬ آ??ين د ريا??ت هر وګړي ته د جمهوريت بنيادي حقونه او د امنيت ضمانت وركوي٬ د دې په ځائ ساتل زمونږ د ټولو وړومبۍ ذمه واري ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د دستور ورځ په موقع د قام په نامه خپل پېغام كښې كړې كومه چې (نن) د نهې په ورځ ګرد هېواد كښې لمانځلې شي۔ سپیکر د آ??ين په تاريخي اهميت رڼا اچولو سره ووئيل 45 كاله وړاندې د هېواد د وړومبي جمهوري ټاكلې شوې مقننه غړو هېواد د جمهوريت ٬ امن او پرمختګ په لاره روانولو له په شريكه توګه د پاكستان د آ??ين منظوري وركړې وه ۔ ده ووئيل څو ځله غېر جمهوري قواؤ په جمهوري توګه ټاكلې حكومتونه ختمولو سره آ??ين معطل كړې چې ورسره قوي وفاق ته زيان رسېدلې٬ او د دې غېر جمهوري اقداتو په سوب هېواد كښې وده كوٶنكي جمهوري كلتور٬ امنيت ٬ بشري حقونو او په پرمختګ هم منفي آغيز شوې۔ ده ووئيل دا تاريخي ورځ مونږ ته د ھغه مقدس دستاويز د هر ټكي د تحفظ د لوظ موقع راكوي د كوم په سوب چې مونږ د قام په حېث د برابرۍ په كچه راغونډ يو۔ په دې موقع دوهم سپيكر مرتضیٰ جاوېد عباسي هم خپل پېغام كښې د آ??ين ورځ لمانځلو مقصد او د برلاسي په ځائ ساتلو لپاره د عزم څرګندونې سره سره د ا??ين اهميت او افاديت نوي كل ته د رسول دي