اسلام آباد 28 مارچ (اے پي پي) وزیراعظم شاهد خاقان عباس?? و??يلي دي د موسمياتي بدلون او د نورو عواملو په سوب د قدرتي آفتونو زياتوالي تر مخه د رامخې ته شوو چېلنجونو مخنيوي لپاره د لوړې كچې تيارو او د ادارو د غبرګون ضرورت دے او د اېن ډي اې?? اے د كار استعداد او اداره لا ګټوره جوړولو لپاره اېن ډي اې?? اے د وزيراعظم افس ماتحت كولو اصولي پرېكړه شوې ده او په وفاقي كچه د پائلټ منصوبې په توګه ماډول نېشنل ډيزاسټر رسپارنس فورس به جوړولې شي۔ د د نېشنل ډيزاسټر مېنجمنټ كميشن 5مه غونډه د شورو په ورځ د د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي په مشرې كښې وشوه۔ غونډه كښې د اېن ډي اې?? اے چيئرمېن ل??فټ??ننټ جنرال عمر محمود حيات د ډیزاسټر مېنجمنټ نظام، د ډیزاسټر مېنجمنټ اتھارټۍ ارتقاء، تر اوسه ترلاسه كړې كاميابۍ او په بيړنو حالاتو كښې د خطرو كمي پحقله د پېښو چېلنجونو او د موثره ځوابي نظام پحقله بريفنګ وركړو۔ غونډه په بېلا بېلو هېوادونو كښې په بيړني صورتحال كښې د ريليف او رېسكيو لپاره هلو ځلو كښې د اتهارټۍ د كردار نه هم خبر كړې شوه ۔ وزیراعظم ووئيل موسمياتي بدلون او نورو بېلا بېلو عواملو قدرتي آفاتونه زيات كړي دې لپاره د چېلنجونو مخنيوي لپاره د لوړې كچې تيارو او د ادارو غبرګون پكار دے۔ ده ووئيل د قدرتي آفاتونو موثره مخنيوي لپاره په غوره نړيواله طريقه كار رڼا اچولو كښې د موثره او ګړندي نظام جوړولو او لائحه ښه كولو لپاره وروستۍ تجربې پكار راوستل دي۔ په دې موقع د اېن ډي اې?? اے د تېرو غونډو په پرېكړو د پېشرفت هم جاج واخستې شو۔ غونډې اېن ډي اې?? اے له په اېل او سي د ډزو ځپليو لپاره د لس كروړه 42 لكه روپو منظور?? و??كړه او ملګرو هېوادونو ته په قدرتي آفتونو كښې د وركړې شوې مرستې هم توثيق وكړې شو۔ غونډه كښې د پاكستان سكول سېفټي فرېم ورك هم منظور?? و??كړې شوه ٬دا فرېم ورك به صوبو كښې آفتونو څخه د تحفظ او د خطرو كمي لپاره د ماډول په توګه كار كوي۔ غونډې د اېن دي اې?? اے پحقله د موجوده ادارو او د قوانينو ادغام ٬ منسوخۍ يا تشكيل نو د لارې د ډيزاسټرمېنجمنټ قانون سازۍ او د اداره جاتي فرېم ورك جوړولو د تجويز هم منظور?? و??كړه۔ ۔ غونډه كښې د اېن ډي اېم د كار استعداد كښې اضافې لپاره په بېلا بېلو وړاندېزونو هم غور وكړې شو۔ غونډه كښې د ډيزاسټر اېنډ ريليف مېنجمنټ سره پېوست ادارو څخه موجود انسان?? و??ائل په كار راوستلو سره په وفاقي كچه د پائلټ منصوبې په توګه ماډول نېشنل ډيزاسټر رسپارنس فورس به جوړولو پرېكړه وكړې شوه۔ غونډه كښې د داخله وزارت د هوا بازۍ ونګ لا قوي كولو هم پرېكړه وكړې شوه دغسې چې اېن دي اې?? اے ته د ??غو?? د مرستې په هلو ځلو كښې د هوا بازۍ معاونت وركړې شي۔ په غونډه كښې د مخالفې ډلې مشر سیّد خورشید شاہ ، شېری رحمن، مشاهد اﷲ خان، خرم دستګیر خان، خواجه محمد آصف، سکندر حیات بوسن، جاوېد علي شاہ، مفتاح اسماعیل، د اطلاعات او خپرونو دوهمه وزيره مریم اورنګزېب، د خېبر پښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جھګړا،د ګلګت بلتستان وزیراعلیٰ حفیظ الرحمن، د آزاد کشمیر وزیراعظم راجه فاروق حېدر، پنجاب لپاره د اېن ډي اېم ا?? و??ير٬ د سندھ د بحالۍ وزير٬ د اېن ډي اې?? اے چيئرمېن او لوړو پورو چارواكو ګډون وكړو۔( م ع/ ض ض/ګ ل 1850)