اسلام آباد 08 مارچ (اے پي پي)پخواني وزيراعظم محمد نواز ??ريف وئېلي دي زمونږ ګوند په سېنېټ كښې واحد اكثريتي ګوند دے او د سېنېټ چيئرمېن لپاره خپل كانديد وركول زمونږ حق دے٬د ميا رضا رباني نامه مو دې لپاره وركړې چې د هارس ټرېډنګ څخه بچ شي٬په نېب ريفرنس كښې د رابرټ ريډ لے لويه چرچا كېدله چې هغه به راشي٬ګواهي به وركړي او پته به ونه لګي چې د هغه ګواهي الټا زمونږ په حق كښې راغلې٬د دروغو دا يو لويې مثال دے٬زما په خيال كښې دا بيخې بوګس كيس دے٬ داسې خلق ??نص??ف سره مخ كول پكار دي د څوك چې د غلط كارونو په سوب پارلمان څخه نااهله شوې ٬د وزيراعظم په ضد د ريفرنس جوړېدو نن شپږ مياشتې وشوې او تر نن دا پته ونه لګېده چې په نواز ??ريف كوم تور شته يا نه او نه د ??وم كرپشن پته ولګېدله۔نواز ??ريف ووئيل په دې 6 مياشتو كښې خو څه رامخې ته كېدل پكار وو٬كه د كرپشن كيس وو نو په وړومبو دوو مياشتو كښې به ثابتېدل۔6 مياشتو ته د رسېدو ضرورت نه و خو اوس پكښې دوه مياشتې پراختيا شوې۔ده ووئيل دا هر څه روان دي دا هر څه د لويې منصوبې له مخې كېږي٬زما په فكر دا بالكل بوګس كيس دې۔۔د سېنېټ چيئرمېن ټاكنې پھ اړه ده ووئيل موڼږ خپلو اتحاديانو سره پرون تفصيلي مشوره كړې او هغوي هم خوښي څرګنده كړې چې كه چيئرمېن لپاره د ميا رضا رباني نوم راځي نو مونږ به يې ملاتړ كوو۔زما او د نورو اتحاديانو هم دا خواهش دے چې مونږ د چيئرمېن په چوكۍ داسې كس ليدل غواړو كوم ??ې د پاكستان نظام ٬آئين او قانون له عزم لري بايد د هغه سوچ غېر جمهوري نه وي۔۔ده ووئېل كه پيپلز ګوند هغه ته د چيئرمېن چوكۍ نه وركوي نو بيا به مونږ په خپل ګوند كښې دننه كانديد ولټوو كوم ??ې په دې معيار پوره خيژي۔ده ووئيل مونږ په سېنېټ كښې ښه شمېره لرو چ?? كله د هغه نه دا پوښتنه وكړی شوه چې مولانا فضل الرحمان آصف علي زرداري سره ښه دوستي لري نو نواز ??ريف ووئيل مولانا زمونږ هم دوست دے۔