اسلام آباد 26 جنوری (اے پی پی) د انډونیزيا اولس جوکو ودودو د پاکستان په دوه ورځنۍ سرک??ری دوره د جمعې پھ ورځ وفاقی پايه تخت اسلام آباد ته رارسيدلې دے٬ وړومبۍ ميرمن مادام ایریانا ودودو هم ده سره ده ٬اولس مشر ممنون حسېن او وړومبۍ ميرمن بیګم محم??دہ ممنون حسېن په نور خان هوائي ميدان د دوي هركلې وكړو۔ وفاقی وزيران ، پارلماني غړي او اعلیٰ چارواكي هم پھ دې موقع موجود وو۔ د انډونیزيا اولس مشر ته پھ راتګ سلامی وكړې شوه۔ اولس مشر جوکو ودودو به د پارلمان شريكې غونډې ته خطاب كوي۔ وزيران او تجارتی پلاوې هم ده سره دي۔ ?? ده د پاکستان دا وړم??ۍ دوره ده۔ اولس مشر ممنون حسېن به د انډونیزيا اولس مشر په اعزاز كښې ميلمستيا هم كوي دغسې ےهغه به وزیراعظم شاهد خاقان عباسی سره ملاقات هم كوي۔ پاکستان او انډونیزيا خپلو كښې نزدې او تاریخی اړيكې لري۔ ??نډونیزيا د پاکستان 8م لوئ او د آسیاﺀ سيمې تر ټولو لوئ تجارتی پارټنر دے۔ د دواړه هېوادونو ترمينځه تجارتی حجم د كال 2.1 اربه ډالره دے۔ د اولس مشر جوکو ودودو دورې سره به د پاکستان او انډونیزيا ترمينځه موج??دہ اړيكې لا مستحکم شي۔