لاهور ۔ 6 جنوری (اے پی پی) د وزيراعظم د خزانې سلاكار ډا??ټر مفتاح اسماعيل وئيلي دي ټېكسټائل سېكټر له د ګاز او برېښنا نرخونو كښې د كمي په شمول د غوره پېكج اعلان به ډېر زر وكړو۔ د امريكا مرسته بندېدو سره به زمونږ په معيشت هېڅ اغېز نه راځي۔ افراط زر د 40 كالو تر ټولو په كمه كچه موجود دے۔د موجودہ حکومت ترجیح اېکسپورټ لیډ ګروت په پالېسۍ دے۔ پيپلز ګو??د چې كومې مسئلې او ستونزې پرېښې وې راروان حكومت له ب?? دغه ستونزې نه وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه د وزيراعظم د خزانې سلاكار ډا??ټر مفتاح اسماعيل خبري كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ په دې مهال د اپټما چیئرمېن شېخ عامر فیاض ٬ ګروپ لیډر ګو??ر اعجاز علی او د پرویز ملک په شمول د اپټما نور عهدېدار هم موجود وو۔ مفتاح اسماعيل ووئيل شاهد خاقان عباسي او پخواني وزيراعظم نواز شريف هدايت كړې ټولو كارخانو ته دې يو ډول اسانۍ وركړې شي۔ ده ووئيل ټولو صوبو كښې به د ګاز او برېښنا نرخونه يو شان وي۔ ده ووئيل برآمدات كښې اضافه كول د حكومت په اولنو ترجيحاتو كښې شامل دي په دې لړ كښې عملي ګا??ون?? پورته كوؤ۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل بجټ خساره به 5.0 څخه پورته تلو ته نه پرېدو۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د روپۍ په قدر كښې كمې مارکیټ مېکانېزم دے په دې مو ژور نظر دے او دا به قابو كولې شي۔