اسلام آباد 04 جنوري (اے پي پي)پاكستان وئېلي دي چې په ګوادر كښې د چين د پوځي اډې جوړولو په ??وم تجويز غور نه كېږي٬د ډرون بريد به مناسب ځواب وركولې شي٬د اولس مشر ټرمپ په ??ويټ په ??اكستان كښې د امريكا سفير خارجه دفتر ته رابللو سره احتجاج رېكارډ كړې شوې٬د امريكې مرستې په اړه به ډېر زر تفصيلي راپور جاري كړې شي٬د هند د انټي بيلسټك ميزائل پروګرام سره به منطقه عدم استحكام سره مخ شي٬پاكستان هند سره ټولې معاملې د خبرو اترو د لارې حل كول غواړي۔د زيارت په ??رځ د اونيز پرېس بريفنګ په ??هال د خارجه دفتر وياند ډاكټر محمد فيصل د خبريالانو د پوښتنو ځوابونه وركولو سره ووئيل چې د امريكې د مرستې په اړه د دفاع په ??زارت كښې كار روان دې او په دې لړ كښې به ډېر زر يو تفيصيلي راپور جاري كړی شي۔ده ووئيل چې آئي اېس پي آر هم واضحه كړې چې د ډرون بريدونو به مناسب او موثر ځواب وركولې شي٬په ??اكستان كښې د چين د پوځي اډو په اړه د پوښتنې په ځواب كښې وياند ووئيل چې د ګوادر پشمول ??ه پاكستان كښې چرته هم د چين د پوځي اډو په ??وم تجويز غور نه كېږي٬ځينې دښمن عناصر سي پېك لامينځه وړولو لپاره د پاكستان او چين اړيكې ځپلو لپاره دا ډول افواګانې خپروي۔د پاك افغان ټرانزټ ټرېډ په اړه د پوښتنې په ځواب كښې وياند ووئيل چې تېر كال افغانستان ته د پاكستان په برآمداتو كښې 9 فيصده اضافه شوې او افغان دولت هم د تازه ميوو درآمداتو لپاره رجوع كړې۔دې مقصد لپاره ټول ??راسنګ بارډر پرانستل شوي۔وياند ووئيل چې ځينې عناصر افغانستان ته د پاكستان د برآمداتو د كمي په اړه پروپېګنډې كوي په ??ومو كښې چې هېڅ ??قيقت نشته٬پاكستان به د دواړو هېوادونو ترمينځه تجارت زياتولو لپاره مرسته روانه ساتي۔په ايران كښې داوسنو احتجاجي مظاهرو په اړه د پوښتنې په ځواب كښې وياند ووئيل پاكستان ايران سره د ورورولۍ ښې اړيكې لري٬دا د ايران كورنۍ معامله ده هيله ده چې د ايران حكومت به په دې په ښه ډول ??ابو بيا مومي۔په بيجنګ كښې د پاكستان چين او افغانستان د درې اړخيزه غونډې په اړھ د پوښتنې په ځواب كښې وياند ووئيل چې پاكستان په غونډه كښې د پولې انتظام٬د نشه اي توكو مخ ن??وي او د كډوالو د ستنولو په ??عامله خبرې كړې دي