اسلام آباد 25 دسمبر (اے پی پی) د خارجه دفتر وياند ډاكټر محمد فېصل وئيلي دي چې پاكستان د كلبهوشن يادېو كورودانې او مور سره د ملاقات لوظ پوره ك??و٬ ملاقات خالص د انساني همدردې په بنياد شوے٬ كمانډر ياديو په پاكستان كښې د هندي ??رهګرې اصل څېره ده٬ د هند د قونصلر رسنې په اړه پرېكړه به د هېواد مفاد او قانون په نظر كښې ساتلو سره كولې شي٬ د ياديو مور د پاكستاني حكومت٬ اولس او د خارجه دفتر مننه ك??ې۔ د ګل په ورځ د هندي ??اس??س كلبهوشن كورودانې او مور سره په خارجه دفتر كښې د ملاقات كولو نه پس مېډيا ته په بريفنګ كښې د خارجه دفتر وياند وئيل چې هندي ??اس??س٬ ترهګر او ورانكار د هند د نېوي حاضر سروس آفيسر كلبهوشن يادېو ته په پاكستان كښې د ??اس??سې٬ ترهګرې او ورانكارې په چارو كښې په ككړ كېدو د مرګ سزا اورول شوې۔ هندي ??اس??س په عدالت كښې د مجسټرېټ په وړاندې په سندھ او په خاص توګه په بلوچستان كښې د ترهګرې د كارروائيو اعتراف كړے۔ د تحقيقاتو او مقدمې ترسره كېدو نه پس پاكستان خالص د انساني همدردې په توګه هند ته د ياديو كورودانې سره د ملاقات وړاندېز كړے خو هند ياديو سره د هغه د مور د ملاقات كولو خواست وكړو كوم چې پاكستان منظور كړو۔ د ياديو كورودانې او مور سره په اسلام آباد كښې د هند دوهم هائي كمشنر ے پي سنګهـ هم و خو هغوي ته ياديو سره د خبرو كولو او د خبرو اورېدلو ا??از?? نه وه۔ د ملاقات په مهال هغه هندي ??اس??س ليدلې شو۔ وياند ووئيل چې د ياديو كورودانې او مور ته د پاكستان د دورې كولو ا??از?? د اسلامي تعليماتو په رڼا كښې وركړې شوې۔ اسلام د امن دين دے او د صله رحمې درس وركوي۔ وياند ووئيل چې د هند په وېنا د كمانډر ياديو كارروائيو يو شمېر مېئندې د زامنو او لوڼو نه محروم كړے دے۔ ده ووئيل چې د دوهم هائي كمشنر موجودګي قونصلر ر??نه نه وه٬ وياند ووئيل چې د يادويو كورودانه او مور بېرته مسقط ته ولېږل شول۔