اسلام آباد 25 نومبر (اے پي پي) د موسمياتو محكمې وئيلي دي چې د راتلونكو 24 ساعتونو په مهال به د هېواد په زياتره سيمو كښې موسم يخ او خشك وي خو د مالاكنډ ډويژن او ګلګت بلتستان په ځينې سيمو كښې د باران او په غرونو د واورې ورېدو امكا?? دے۔ د موسمياتو محكمې له مخې د پنجاب په ځينې مېداني سيمو او بره سندھ كښې د سهار په وخت د لړې امكا?? دے۔ تېره ورځ هم د هېواد په زياتره سيمو كښې موسم يخ او خشك و۔ په سكردو كښې د تودوخې درجه منفي 08 ډګري سنټي ګرېډ ر??كارډ كړے شوے۔