اسلام آباد ۔ 20 نومبر (اے پی پی)د كورنيو چارو وفاقي وزير د احسن اقبال په مشرۍ كښې د علماء او مشائخو د غونډې نه پس شريكه اعلاميه كښې وئيلي دي د علما کرامو او مشائخو غونډه په ښه نېت ا?? د زړه د اخلاصه دا اعلان كوي چې د ختم نبوتﷺ عقيده زمونږ د دين اساس دے او په دې لړ كښې د هېڅ ډول لغزش٬ بې غورۍ يا غلطۍ ګنجائش نشته٬ په دې لړ كښې اوسنۍ پېښې زمونږ لپاره د تشويش سوب دي مونږ غوښتنه كوٶ چې په دې لړ كښې د راجه ظفر الحق د كمېټۍ سفارشات په سمدستي توګه عام كړې او د دې د ذمه وارو په ضد دې كاروائي وكړې شي ۔ د ګډې اعلاميه له مخې غونډه كښې په دې خبرې د اطمينان څرګندونه وشوه چې په آئيني توګه د ختم نبوتۖ پحقله په كال 2002 پېدا كړې شوې سقم ختم كړې شوې ۔ د اعلاميې له مخې مونږ د ربيع الاول مباركې مياشت د تقدس په اړه حكومت ا?? تحریك لبېك یا رسول اللہ ﷺ ته غږ كوٶ چې په افهام او تفهيم دا مسئله حل كړي۔ د اعلاميې له مخې د پېندۍ او اسلام آباد د اته لكه نه زيات ا??لس ته د پېښتو ستونزو ازاله پكار ده ٬ زمونږ دين ستونزې پېدا كولو لپاره نه بلكې د آسانيو پېدا كولو درس وركوي۔ اعلاميه كښې وئيلي شوي د ربیع الاول په مباركه مياشت كښې امن په ځائ ساتل او د میلاد النبی ﷺ دستورو لپاره سوله ايز چاپېريال پېدا كول زمونږ د ټولو اجتماعي ذمه واري ده۔ غونډې تجويز وركړ?? چې د پیر حسېن الدین شاہ په مشرۍ كښې دې كمېټي جوړه كړې شي كومه چې د بېلا بېلو مسلكونو نمائندګي كوي دا كمېټي دې په سمدستي توګه حركت كښې راشي او د معاملې دې جامع او د اطمينان ??ړ حل تجويز كړي۔ غونډې په حكومت زور رواړ?? چې د عملياتو نه ډډه وكړي۔ په غونډه كښې د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد یوسف او د وزیر اعظم صلاحكار عرفان صدیقي او علماء او مشائخو ګډونو كولو۔