اسلام آباد 15 نومبر (اے پی پی) د سېنېټ 52 غړي به سږ كال مارچ كښې ريټائرډ شي، د سېنېټ په مارچ كښې ريټائرډ كيدونكو 52 غړو كښې د پنجاب او سندھ څخه 12٬12 دغسې خېبر پښتونخوا او بلوچستان څخه 11٬ 11 ٬ د اسلام آباد څخه 2 دغسې د فاټا څخه 4 غړي شامل دي۔ د څلورو واړو صوبائی اسمبلیو 7 جنرل، 2 د ميرمنو او 2 ټیکنوکریټ او علماء په چو??و به سناتوران ټاكلې شي۔ د نوې غړو ټاكنې له به شیډول د جنورۍ په آخرنۍ اوونۍ كښې جارې شي،دغسې د غړو ټاكنه به د مارچ په وړومبنۍ اوونھ كښې كولې شي۔ د سېنېټ مارچ 2018ء كښې د ټاكنو نه پس به حکمران ګوند مس??م لیګ (ن) سېنېټ كښې د اکثریتی ګوند په توګه رامخې ت?? شي، د مس??م لیګ (ن) به په 18 كښې 19 نوې سناتوران ټاكلې شي او دې سره به ایوان كښې د مس??م ليګ (ن) د غړو شميره 38 ته ورسي، مارچ 2018ء كښې د سېنېټ څخه د مس??م لیګ (ق) ، بلوچستان نېشنل ګوند عوامی او مس??م لیګ فنکشنل نمائندګی په بشپړه توګه ختم?? شي، د تحریك انصاف به پھ ايوان كښې د غړو شميره 12، پشتونښواہ ملی عوامی ګوند 6، د نېشنل ګوند 6 سناتوران وټاكلې شي د پیپلز ګوند تر ټولو زيات 19 سناتوران به سږ كال ريټائرډ شي چې پكښې د سېنېټ چیئرمېن میا رضاربانی او د مخالفې ډلې مشر اعتزاز احسن هم شامل دي۔ سېنېټ آف پاکستان له مخې دا مهال د مس??م لیګ (ن) په سېنېټ كښې د غړو شميره 27 ده چې پكښې 8 سناتوران به سږ كال ريټائرډ شي چې پكښې د خزانې وزير سناتور اسحاق ډار، سردار ذوالفقار کھوسه ، سعود مجید ، نزهت صادق ، کامران مائیکل، نثار محمد او ظفر اللہ ډھانډله شامل دي۔ د مس??م لیګ (ق) سناتور مشاهد حسېن سید ، کامل علی آغ?? پشمول څلور سناتوران به ريټائرډ شي۔ 5 آزاد سناتوران به سږ كال ريټائرډ شي۔ د جمعیت علماﺀ اسلام په 5 كښې 3 سناتوران به ريټائرډ شي