اسلام آ??اد 31 اکتوبر (اے پي پي) د قا??ي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئيلي دي پارلماني مشران د قا??ي اسمبلۍ په 272 چوكو سلا شوي ٬ د حلقه بندېو په اړه بدلون به د آبادې او سر سمېرې په بنياد كېږي٬ ټولو سياسي ګوندونو سره د مشاروت لړې روانه ده٬ د پارلماني مشرانو غونډه به ﴿نن﴾ بيا كېږي٬ د زيارت يا جمعې تر ورځې به د قا??ي اسمبلې او سېنېټ څخه منظوري ترلاسه كړې شي۔ ده دا خبرې په قا??ي اسمبلۍ كښې د ټولو پارلماني ګوندونو د مشرانو غ??نډ?? نه پس خبريالانو سره خبرو كښې وكړې كومه چې د نهې په ورځ د پارلمان په ودانې كښې د سپيكر په مشرې كښې وشوه۔ غونډه كښې د قانون وزير زاهد حامد٬ د پارلماني چارو وفاقي وزير شېخ افتاب احمد٬ د عوامي نېشنل ګوند لارښود حاجي غلام احمد بلور٬ د جماعت اسلامي صاحبزاده طارق الله٬ د جمعيت علما اسلام ﴿ف﴾ اكرم خان دراني٬ د مسلم ليګ ﴿ف﴾ غوث بخش مهر٬ِ د پښتونخوا ملي عوامي ګوند محمود خان اچكزي٬ د پاكستان پيپلز ګوند سيد خورشيد احمد شاه او نويد قمر٬ د متحده قومي موومنټ ډاكټر فاروق ستار او د پاكستان تحريك انصاف د شاه محمود قريشي پشمول د قانون سېكتر٬ د ټاكنو كميسون سېكتر٬ د نادرا چيئرمېن٬ د پاكستان د شمارياتو ادارې افسرانو او نورو اړوند چارواكو ګډون وكړو۔ د غ??نډ?? په پېل كښې د قا??ي اسمبلې سپيكر پارلماني مشرانو ته د غون??ې د اهميت او ضرورت په اړه بريفنګ وركړو۔ په غونډه كښې د 2017م د سر شمېرې د ابتدائي نتيجو له مخې په نوو حلقه بنديو تفصيلي مشاورت وكړې شو۔ د قانون وزير د نويو حلقه بنديو په اړه غ??نډ?? ته تفصيلي بريفنګ وركړو۔ د غ??نډ?? نه پس خبريالانو سره په خبرو كښې د قا??ي اسمبلې سپيكر سردار اياز صادق ووئيل په نننۍ غونډه كښې پارلماني مشرانو د قا??ي اسمبلۍ په 272 چوكو سلا راغلې ٬ د حلقه بندې په اړه بدلون به د آبادې او مردم شمارې په بنياد كېږي٬