اسلام آباد 22 اګست (اے پي پي)وزيراعظم شاهد خاقان عباسي سره د سندھ اعلٰی وزير سيد مراد علي شاه د نهې په ورځ په وزيراعظم آفس كښې ملاقات وكړو۔ملاقات كښې د صوبې په مجموعي صورتحال په خاص توګه پرمختيائي پروژو او د امن او امان په صورتحال د خيالاتو څ??ګندونه وشوه۔د وزيراعظم دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم د وفاقي حكومت لخوا اعلٰی وزي?? ته د بشپړه مرستې باو?? وركولو سره په دې خبره زور راوړو چې اېن اېف سي ايوارډ او د 18م بدلون منظورۍ نه وروستو د وسائلو وېشلو فارمولا په ځايې او صوبائي كچه د اولس هيلې پوره كولو لپاره وفاق په صوبو لويه ذمه واري اچوي۔ده ووئيل چې وفاقي حكومت په ټو??و صوبو كښې په انفراسټركچر او د برېښنا كمي لرې كولو لپاره تېرو څلورو كلونو كښې لويې كر??ار ترسره ادا كړې