نیویارك 22 ستمبر (اے پي پي)د آزاد جمو كشمير اولس مشر سردار مسعود خان د پاكستان وزیر اعظم شاهد خاقان عباسي د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ 72مې غونډې ته د خطاب هركلي كولو سره دا خطاب د كشميري اولس د هيلو ترجمان ګرځولې۔ ده ووئيل وزيراعظم د كشمير كشاله په سپينو ټكو او په جراتمندانه ډول په ډاګه كړې۔ عمومي اسمبلۍ ته د وزيراعظم په خطاب د خپل غبرګون په څرګندونه كښې مسعود خان ووئيل د وزيراعظم د وېنا زياتره برخه د كشمير كشالې او په مقبوضه كشمير كښې د هندي ظلمونو پحقله وه او په دې كشميري اولس د وزيراعظم مننه كوي او ھغه ته پېرزونې وړاندې كوي۔ ده ووئيل چې وزیراعظم شاهد خاقان عباسي ملګرو ملتونو كښې په مهمو ملاقاتونو او په خاص توګه عمومي سېكتر انتونیو ګوتیرس سره هم د كشمير كشاله پورته كړې او د سلامتي كونسل قراردادونو په عملي كولو ئې زور راوړې