اسلام آباد 19 جنوري (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې پاكستان د پرمختګ په سفر روان دے، د پي ډي ??ېم لاريونونه ډېر بد ناكام شوي، ا??لس به په راتلونكي وخت كښې هم دا سياسي بې روزګاره مسترد كړي. د نهې په ورځ نجي ټي وي چېنل سره په خبرو كښې ده ووئيل د پي ډي ??ېم مشرانو پ?? خپلو حكومتونو كښې يوازې لوټ مار سره په بهرنيو هېوادونو كښې جائيدادونه جوړ كړي او اثاثې ئې زياتې كړي او اوس پي ډي ??ېم يوازې د خپلو بدعنوانه مشرانو كرپشن بچ كولو لپاره په هېواد ??ښې اړے ګړے غواړي. د يوې پوښتنې په ځو??ب كښې ده ووئيل په پي ډي ??ېم ګوندونو كښې د اتحاد ??مے دے، په دې وخت كښې د پي ډي ??ېم په پاور شو كښې يوازې ن ليګ او جمعيت علماﺀ اسلام ﴿ف﴾ فعاله ښكاري ، نور ګوندون?? خپل خپل سياست كوي. ده ووئيل حكومت به د اپوزيشن په غونډو كښې خنډ نه راپېدا كوي خو چا ته به قانون په لاسو كښې د اخستو اجازه ورنه كړې شي. د كورنيو چارو وفاقي وزير ووئيل په پېنډې او اسلام آباد ??ښې سخت حفاظتي انتظامات شوي او اړوندو چارواكو ته هدايت شوے چې د وګړو د ژوند حفاظت باوري كړي