کراچی۔20دسمبر(اے پی پی) د مذهبي چارو او د مذهبونو ترمينځھ د همغږۍ وفاقي وزير پير نور الحق قادري وئيلي دي چې اپوزي??ن د جنورۍ په 31 مه نېټه د استعفی وركولو وئيلي دي ولې كال ئې ښودلے نه دے۔ د كوم كال 31 جنوري ٬ ما ته نه ښكاري چې د كال 2023 نه وړاندې به استعفی راشي۔ ولې كه راغلې نو ډېر زر به ئې منظور كړؤ۔ ددې خيالاتو څرګندونه هغه د اتوار په ورځ حاجی کېمپ كښې د حج آرګنائز اېسوسی ??ېش?? پاکستان او حج آرګنائز اېسوسی ??ېش?? سندھ استازو س??ه د حج حوالې سره مشاورتي غونډې نه وروستو خبريالانو س??ه خبرې كولې۔ وفاقي وزير وو??يل حج 2021 لپاره سعودي عربستان تر دې دمه كومه ښكاره پالېسي اعلان كړې نه ده۔ مونږ به ټولو شراكتدارانو س??ه مشاورت كولو س??ه وړاندېزونه اخلو او كله چې سعودي چارواكو س??ه رابطه وشي نو هغوي به دې تجويزونو نه هم خبر كړو۔ هغه وو??يل زمونږ به هڅه وي چې حج په لږو نه لږو خرڅونو وكړې شي۔ ولې كه حج اېس او پيز سره وكړے شي نو دا به يو ګران حج وي ارزان به نه وي